طالبانو د خپل پخواني مشر نوم ته منسوب پسرلني عملیات اعلان کړل

کابل ټکی کام فرید احمد

د تمې سره سم طالبانو یو ځل بیا د تېر په څېر خپل نظامي پسرلني عملیات د هېواد په ټولو برخو کې اعلان کړل، طالبانو خپلو جنګیالیو ته توصیه کړې ده چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په خلاف جګړه روانه وساتي. طالبان وايي چې دغه عملیات یې د خپل پخواني مشر او د دوی د خوځښت د بنسټګر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په نوم (عمري عملیات) اعلان کړي دي. د اعلان سره سم دهېواد له لر او بر څخه د سختو جګړو راپورونه رارسیدلي دي، چې اکثره ځایونه هدف حکومتي عسکر ګرځيدلي دي. ددغو عملیاتو د پلان په وخت زیات غوږ د ملکي تلفاتو کمیسون ته هم نیول شوی دی، او خپلو نظامیانو ته یې توصیه کړې ده چې ملکي خلک ونه کړوي، او عام المنفعه ځایونو ته زیان وانه وړي. د نظامي عملیاتو ترڅنګ طالبانو علماوو او د دعوت ارشاد کمیسون ته دنده سپارلې ده چې په مخالفو وطنوالو کار وکړي ترڅو له (کفري) صف څخه ووځي او د اسلام دښمني پرېږدي، او د خپل ملت ترڅنګ د اشغال په مقابل کې ودریږي. په اعلامیه کې راغلي دي: «عمري عملیات چي د اسلامي امارت د مشرتابه، د نظامي کمیسیون د مسئولینو او پوځي متخصصینو په ابتکار د تیرو دریو میاشتو په اوږدو کې طرح شوي زیات ترکیز په کې په دې شوی چي د الله تعالی په نصرت او فضل سره د دښمن په لاس کي د هیواد پاته سیمي هم د مجاهدینو تر کنترول لاندي راشي، دښمن په ټول هیواد کې په تهاجمي شکل تر بریدونو لاندي ونیول شي، استشهادي او نفوذي عملیات د دښمن حساسي او خوندي سیمي ولړزوي او ټول مضر چارواکي یې په چریکي بریدونو کې په نښه شي او له هرې مشروعې ممکنه وسیلې نه په استفاده به د دښمن د ځپلو او له پښو غورځولو هڅه کیږي تر څو یې خارجي ملاتړي او داخلي مزدور وسلوال په ستومانوونکې او مورال وژونکې جګړه کې را ګیر او د سیمو پریښودو ته اړ ایستل شي، په مفتوحه سیمو کې دښه امنیت په ټینګولو سره ولس ته د ښه ژوند کولو زمینه مساعده شي فوځي ماهرین حالاتو ته په کتو سره وايي چې کېدای شي سږ کال طالبان د هېواد زیاتره سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي ، ځکه یې دا ښودل شوې ده چې اوسنۍ دولت تر بل هر وخت کمزورۍ او په مقابل کې طالبان تر بل هر وخت قوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button