طالبانو د عمري عملیاتو پیل د هېواد د یو شمېر ولسوالیو په محاصره کولو وکړ

کابل ټکی کام ۲۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
سهار وختي طالبانو د خپل پخواني مشرتابه ملامحمد عمر اخوند په نوم (عمري) په ټول هېواد کې عملیات پیل کړل، چې پیل یې خورا توند او افغان ځواکونو ته ګواښوونکی وو.
طالبانو ته یوې نږدې سرچینې ویلي دي، چې طالبانو دغه عملیات د ولایتونو د سقوط په موخه پیل کړي دي، چې د دغو عملیاتو لپاره یې ځانګړي ځواکونه روزلي، او په درندو وسلو یې سمبال کړي دي.
طالبانو د جوزجان ولایت اقچه ولسوالۍ، د لوګر څرخ ولسوالۍ، د کاپيسا تګاب ولسوالۍ او د کونړ ناړۍ او سرکاڼو ولسوالۍ تر کلکې محاصرې لاندې راوستي دي.
همدا راز په ټولو ولایتونو کې د افغان عسکرو پر پوستو او بېسونو باندې سختې جګړې روانې دي.
طالبانو د خپلو تیار کړیو ځانګړو ځواکونو انځورونه خپاره کړي دي، چې ټول په درندو وسلو سمبال دي، او د عملیاتو لپاره تیارۍ نیسي.
دغه انځورونه مونږ ته هم رارسېدلي دي، چې له تاسو سره یې شریکوو.
د یادولو ده، چې د طالبانو عزم عملیات له تېرو ټولو عملیاتو څخه د طالبانو لپاره ډېر بریمن او د افغان ځواکونو لپاره زیانمن وو.








