کندهار یوه امنیتي پوسته کې یوه پولیس خپل ۷ ملګري وژلي

کابل ټکی کام ۲۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي دي، چې د کندهار ولایت په یوه سرحدي پوسته کې اووه پولیس وژل شوي دي.

دغې سرچینې وویل، پېښه تېره شپه په بولدک ولسوالۍ کې د ډېورنډ کرښې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې ده، چې وژل شوي پولیس د خپل یوه ملګري له لورې وژل شوي دي.

سرچینې همدا راز وویل، چې د دغو پولیسو وژونکی ملګری په تېښته بریالی شوی دی.

د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک هم د دغې پېښې تأیید کړی دی، خو له نورو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې ده.

طالبانو هم په خپله رسمي خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د نویو پیل کړیو (عمري) عملیاتو په لړ کې د دوی جنګیالیو تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د وېش په سیمه کې پر یوه پوسته برید ترسره کړی، او ۷ پولیس یې ځای پر ځای وژلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button