کابل ټکی کام ۲۵حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د تخار ولایت د پولیسو امنیه قومندان نور محمد حکیمي رسنیو ته وویل، چې طالبان د دغه ولایت درقد ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه تللي دي.
ښاغلي حکیمي وايي، چې وسله وال طالبان له دې کبله درقد ولسوالۍ ته تللي دي، تر څو دغه ولسوالۍ او په څنګ کې یې ینګي کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالۍ ونیسي.
د پولیسو امنیه قومندان حکیمي همدا راز وویل، چې جنګي شرایط د طالبانو په ګټه دي.
«جنګي شرایط د طالبانو په ګټه دي، ځکه چې دوی په درقد ولسوالۍ کې ولسي اډه لري، او د جلب او جذب چارې یې هم په پرمختګ کې روانې دي.»
نوموړي زیاته کړه، چې دوی د طالبانو د جګړې په وړاندې پوره چمتووالی لري.
مګر د تخار د پوهنتونونو استادانو او د دغه ولایت د مدني ټولنې غړیو رسنیو ته د دوی چمتووالی هسې او پروپاګند بللی دی.
یوه مدني فعال دانش رسنیو ته وویل:
«…تېر کال هم مسئولو چارواکو د درقد ولسوالۍ په جګړه کې غفلت وکړ، چې له کبله به یې د نا امنۍ لمن له دغه ولایت سره پوله لرونکو (بدخشان او کندز) ولایتونو ته وغځیږي.»
د یادولو ده، چې تېر کال درقد ولسوالۍ د یوې میاشتې لپاره د طالبانو په ولکه کې وه، چې وروسته طالبانو افغان ځواکونو ته پرېښودله.


















