کابل ټکی کام ۲۵حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې دعوه کړې ده، چې نن د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند د کتوبالا په سیمه کې د دوی جنګیالیو د افغان ځواکونو پر خلاف د پراخو عملیاتو په ترڅ کې لس کلي نیولي دي.
خبرپاڼې لیکلي دي، دغه عملیات چې نن سهار پیل شوي دي، اوس هم په شدت سره روان دي.
د خبرپاڼې د خبر له مخې چې په دغو عملیاتو کې تراوسه پورې د دوی جنګیالیو لس کلي تر خپلې ولکې لاندې راوستي دی.
طالبانو په یوه بل خبر کې ویلي دي، چې د دغه ولایت د شهداء ولسوالۍ اړوند په ګڼو سیمو باندې د دوی جنګیالیو پراخ تعرضي بریدونه ترسره کړل، چې د کورخورده، او د وغزمرغ سیمې یې په ټولیزه توګه ونیولې.


















