د قـــاتــل تصــويــر

ليکوال : ډاکترعبدالهادي حماس
ټوله ورځ مې خواشنه وه،دورځې رڼاخداى په اماني واخيسته او داُفق په څنډوكې په تېزۍسره تياره خوره شوه!خوزماغم لاهم له ماسره خپله اړيكه ټينګه ساتلې وه اوزمادوجودپه چورلن (زړه) باندې ئې ظالمانه منګولې ښخې كړې وې.ماسختن شو، خوندوره ډوډۍتياره شوه!خوماټوله ورځ دغم خواړه،خوړلي وه! نوځكه مې داوخت خوراك ته زړه نه كېده!شپه مې دصوفيانوپه څېرپه ويښه تېره كړه خوپه دومره توپيرچې هغوى ثواب پكې ګټي اوماخپل غمونه پكې تلل!دوهمه ورځ هم زماغم زما داوږوباروه!سره له دې چې زه په دې پوهېدم چې ولې مې خواشنه ده اوپه ګوګل كې مې زړه ولې ناقراري كوي خوبياهم ددې رنځ درمل مې نه شوه موندلى!همداسې په چوپه خوله،له كوره را ووتلم اوپه قدم،قدم تګ كې مې يوځل بياله هغه چاسره خيالي ټلېفوني اړيكه ټينګه كړه چې زمادناارامي لامل ؤ!اودهغه ديو ځل ليدوارمان مې شپه اوورځ ځورپه برخه كړى وه!دفكرغلطولو لپاره مې يوه پارك ته سيمه وروړه خوشنه چمن هم شوخي راسره پيل كړه اوهغه ګلان ئې راته مخې،مخې ته كول په كوموكې به چې زمادمحبوب ګلابي سترګې اوداننګيوسرخي انځورېده! دلته هم تنګ شوم!هېځ ځاى مې ارام اوسكون نه وه!بېرته دكور په لوري رهي شوم!له كورسره نږدې مې يوه ماشوم ته پام شوچې زما دمحبوب له خاورين كلي څخه زماپه لوري راپه منډه وه! ماشوم يوليك راكړاوپه تېزۍسره بېرته وګرځېده!مالږشېبه په ماشوم پسې وكتل اوبيامې په بيړه ليك پرانيست! زماد محبوب تصويرپكې پروت وه!په حيرانۍاوځيرسره مې ورته وكتل،حالت مې ورو،وروپه خرابېدوشو!په ګوګل مې لړزه راغله اوپكې پراته دغمونوغرونه ئې يوپربل وويشتل!ګمان مې وكړچې قيامت دى!فكرمې وكړچې روح راڅخه الوتى اوزه تش كالبودپاتې شوى يم!دتصويرپه ليدو،ليدومې زړه نه مړېده!د څويم ځل لپاره مې په ځيرسره ورته وكتل!يوځل بيامې حالات بدل شول!لكه دللمې ګل چې په باران نه مړېږي،زماهم دخپل محبوب دتصويرپه ليدوتنده نه ماتېده!سره له دې چې نوموړي تصويرزمادزړه فولادي مراندې شكولې وې!خوپه دې ئې تسلي ونه شوه!اوداځل ئې خپلوغټو، غټو توروسترګوته دحملې حكم وركړاوپه ډېرې بې رحمۍسره ئې دبڼوپه مزائېلوزمادزړه مظلوم كوروويشت اوپه وينوكې ئې ولمباوه!دځنكدن په سختوشېبو كې ئې دتندې احساس وكړ،خوتصويرئې تنده نه خړوبوله،له سترګوئې داوښكوباران پرې وكړخوپه هغه ئې هم تنده ماته نه شوه اوپه سخته تنده كې ئې وروستۍسلګۍوكړې!!؟



