اېچ پي تر ټولو نری لپ ټاپ بازار ته وړاندې کړ

کابل ټکی کام ۲۸حمل/۱۳۹۵، انجینر میرویس څرګند
اېچ پي کمپنۍ تر ټولو لپ ټاپونو څخه نری لپ ټاپ بازار ته وړاندې کړ، چې تر (AAA) بېټریو په څېر نری دی.
اېچ پي کمپنۍ وړاندې د رسنیو له لارې ژمنه کړې وه، چې دوی به بازار ته تر ټولو نری لپ ټاپ وړاندې کړي، دا مهال دوی خپله ژمنه عملي کړې، او بازار ته یې دغه لپ ټاپ وړاندې کړی دی.
د بریتانیې د ډیلي مېل ورځپاڼې په خپور کړي راپور کې چې د دغه لپ ټاپ اوصاف یې ذکر کړي دي، د نري والي په هکله یې وايي:
«د دغه لپ ټاپ چې سپیکټر۱۳ (Spectre 13) نوم لري، ضخامت یې یو سانتي (یو اعشاریه ۴ اېنچه) دی، او تر (AAA) بېټریو هم نری او د اپل تر (MacBook Ari 13) لپ ټاپ نازک او سپک دی.»
دغه لپ ټاپ چې ډېره روښانه باډي لري، له المونیم څخه جوړه شوې ده، او په شاخوا ساحو کې یې برونز کارول شوي دي.
باید ووایو، چې اېچ پي کمپنۍ په اکثرو کمپيوټرونو کې (Intel Core m) کاروي، مګر په دغه نري لپ ټاپ کې یې له (Core I 5) او (Core i 7) څخه کار اخیستی دی.
د دغې ورځپاڼې په راپور کې راغلي دي، چې د (Core I 5) او (Core i 7) د کمپیوټر له سرعت او کار سره ډېره مرسته کولی شي.
خبرپاڼې لیکلي دي، چې د دغه نري لپ ټاپ سکرین ۱۰۸۰ پېکسله، حافظه (مېموري) یې ۲۳۶ ګېګا بایټه او رېم یې ۸ ګېګا بایټه ده.
دغه لپ ټاپ چې نورې خورا ځانګړتیاوې لري، بېټرۍ یې لس ساعته کار کوي.



