کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۵۹، احمدالله مهاجر
د پکتیکا ولایت ولایتي شورا وایي، چې د دغه ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده.
د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا غړی افسرخان سلیمانخېل رسنیو ته وویل، چې د دغه ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې طالبان ډېر پياوړي دي، او په دغه ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.
سلیمانخېل د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، چې طالبانو د ولسوالۍ مقام ته نږدې شوي دي، او ګزمې کوي.
نوموړي وویل، چې زمونږ امنیتي ځواکونه دا مهال کمزوري دي، تجهیزات یې کم دي، که چیرې وضعیت همدا شان دوام وکړي، نو دغه ولسوالۍ به د عمري عملیاتو په لړ کې د طالبانو لاسته ولویږي.
له بلې خوا د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ د سقوط خبرونه هم ورکړل شوي دي.
د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې په دغه ولسوالۍ کې پوستې او پولیس پرېمانه لري، مګر په خپله دنده کې اخلاص او په خپل منځ کې همغږي نه لري.
دوی وایي، طالبان د دغه ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې نه یوازې جګړې کوي، بلکې هره شپه د دغه ولسوالۍ مقام باندې بریدونه کوي.
له بلې خوا د سید کرم ولسوالۍ سرپرست ګلاب شاه سمکنی هم د دغې ولسوالۍ په مقام د طالبانو بریدونه مني، مګر د اندېښنې وړ یې نه بولي.
باید ووایو، په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو تشکیل زیات دی، خو چارواکي وایي، چې په راتلونکې لنډه موده کې به په دغه ولسوالۍ کې لسګونه سیمه ییز پولیس هم رامنځته کړي.
د یادولو ده، چې د طالبانو له لورې د عمري عملیاتو د پیلېدو سره سم ګڼې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ شوي دي.















