کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کندز ولایت څخه زمونږ همکار خبر راکوي، چې همدا اوس د کندز ښار کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ درنده جګړه روانه ده.
زمونږ همکار وايي، د چهاردرې ولسوالۍ په چرخاب، خاک کني او دوبندي سیمو کې امنیتي ځواکونه د طالبانو سره په سخته جګړه کې ښکېل دي.
د دې خبر په تأیید کې د طلوع ټلویزیون خبریال سید طارق مجیدي وايي، چې د کندز ښار په امام صاحب بندر، چهارده او بالاحصار کې د سپکور او درندو وسلو غږونه اورېدل کیږي.
ویل کیږي، چې د کندز ښار کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي.
باید ووایو، چې د کندز ولایتي شورا نن په کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې وویل، چې اویا سلنه کندز د طالبانو په لاس کې دی.
دوی وویل، که مرکزي حکومت د افغان ځواکونو حمایت ونه کړي، نو ډېر ژر به دغه ولایت سقوط وکړي.
د یادولو ده، چې طالبانو د عمري عملیاتو په پیلېدو سره ګڼې سیمې نیولې، او یا یې هم تر کلکې محاصرې لاندې یې راوستي دي.















