کابل ټکی کام ۳۰حمل/۱۳۹۵، ليکنه ـ بدر منهاج
په تېره نيږدې يوه نيمه لسيزه کې د ناټو وياندويانو په افغانستان کې د دوی په ضد د روانې جګړې د پېښو په اړه داسې دروغ ويل چې نه عقل منل، او نه يې مخکې کوم مثال تېر شوی ؤ. مثلاً: ټانګ تخريب شو، خو چاته پکې ځاني زيان ندی اوښتی، الوتکه رانسکوره شوه خو چاته پکې ځاني زيان ندی اوښتی، شل ساعته جګړه وشوه خو کوم عسکر پکې ټپي ندی. افغانان د ناټو او د دوی د ګوډاګيانو له دې دروغو سره ډير ښه آشنا شوي ؤ، او په هره حجره او هر پيتاوي او هر مجلس کې د دوی دروغ د مسخرې په ډول يادوي او په کړس کړس ورته خاندي.
ځينې اشخاص چې د افغانانو د مشرولۍ سترې ادعاوې يې تل په ژبه وي، خو عمر يې ټول په سياسي اوښتنو را اوښتنو تېر شو، او کوم ثابت دريځ نلري، اوس يې دا دی په تېر عمر کې عجيبو نخرو ته ملا وتړله. د سولې غږ نه ؤ شوی کابل ته يې بيا استازي ورسېدل، خو بخت ياري ورسره ونکړه او د تمو په خلاف له داسې يو چلند سره مخ شول چې الله دې د چا دښمن هم نه ورسره مخ کوي.
ورته وايي اول به وسله پر ځمکه ږدئ، تسليميږئ به، بيا به ګورو، چې شرايط مو د منلو دي او که يا؟ او له هماغې ورځې چې استازي يې کابل ته رسېدلي، مشرانو او کشرانو ته يې طالبانو ته د دې لپاره ښکنځل پيل کړي، چې بهرنيانو ته ځان د دوی په نسبت د طالبانو پاخه دښمنان وښيي، او امتيازات پرې تر ګوتو کړي، خو ريښتيا طمع ګر په هر څه کې خړې سترګې پاتې وي.
کله چې يې ښکنځلو کار ورنکړ، نو اوس يې له ناټويي ماډل لوړ درواغ د ناټو والو د رضا کولو لپاره پيل کړل، ناټو خو به يوازې ويل چې ټانک تخريب شو، څوک پکې مړه او تخريب ندي، دروغ به يوازې د يو کوچني بريد په اړه ؤ. خو طمعه ګر اوس د هيواد د شمال د اوسنيو ټولو ځمکنيو حقايقو په اړه دروغ وايي، او د طالبانو سترې لښکرې چې تهاجم يې د دوی له بهرنيو او کورنیو غليمانو وار پار خطا کړی، يو داسې چاته منسوبوي چې لا دمخه د هيواد د شمال غيورو پرګنو رټلی، هدف مې عطا محمد نور دی. هغه عطا محمد نور چې د مزار په ټولو سرو او سپينو يې خېټه اچولې، او د مظلومو افغانانو د وينو په زبېښلو بوخت دی.
هغه عطا محمد نور چې د ايران او روس د استخباراتو په مالي کمکونو يې څو کرايي جنګيالي له ځانه راچاپير کړيدي، او په هغه چا يې خپله بدمعاشي منلې چا چې ايمان په ډالرو پلورلی، او طمعې طمعې ترې غيرت او ضمير اخيستی، او تل يې عطا محمد نور د مزار په کمربندونو کې د فارمي چرګو په څېر له پنجرو رانيسي، په ځمکه يې غورځوي او وژني يې.
يو څوک خو بايد د هغه اراضي د جرياناتو په اړه معلومات ولري، په کومه کې يې چې زوکړه شوې وي.
په پښتنو کې يو څوک په خپل غيرتي تربور ولو، که دښمن يې هم وي فخر کوي، خو له هغه چا نه به څه ګيله وي، چې ټول وخت يې د جنرال جان محمد، بخت زمين او پنجابي جنرالانو په غېږ کې تير کړی وي، ځکه اوس خپل کندزي غيرتي تربوران چې ټوله نړۍ يې اتلوليو ته ګوته په غاښ ده، يوه ګيدړ ته منسوبوي.
په پښتنو کې يو متل ده چې وايي: مېړه مړ کړه، خو مېړانه يې مه وژنه.
نو دغه صاحب چې ځانته کله د داعي نوم کيږدي، کله د شاهد شفق، کله حقپال او کله نور نومونه، بايد په دې تېر عمر کې په دې سپينه ږيره د مجاهدينو سترو قربانيو ته له سپکاوي نه ډډه وکړي، هر څه چې په قلم ليکل کيږي، او په ژبه ويل کيږي، د قيامت په ورځ به يې لوی الله جل جلاله حساب کوي.
که خپلې هغه مجبورۍ يې چې ځان يې ورته حواله کړی، د غيرت کارونو ته نه پريږدي، نو د غيرتمنو په غيرت هم بايد داغ ونه لګوي، او که په زړه کې يې د کينې اور بل وي، نو له ناټو سره دې ښکاره ودريږي، او له طالب سره دې د مقابلې ډګر ته په ښکاره ډول داخل شي.
په دې د پوه وي، چې له ناټويي ماډل درواغو په تېرو پنځلسو کلونو کې څه جوړ نشول، او نه افغانان پرې وغوليدل، نو که دوی يې هر څومره په دروغو کې د ناټو پېښې وکړي، او يا له ناټو لوړ ماډل درواغ ووايي، کومه ګټه به ورته ونکړي، نه به يې په کابل کې مخ پرې وځليږي، نه په دنيا کې او نه په آخرت کې، بلکه داسې ويناوې او کړنې به يې يوه سياسي ځان وژنه وي، او د تل لپاره به يې له سياسي صفحې مسح کړي.















