کابل ټکی کام ۳۰حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له تخار څخه خبرونه وایي، چې د دغه ولایت مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله ۱۳ کسان مړه شوي، او ۱۲ نور ټپيان دي.
دغه سېلابونه د دغه ولایت په نمک اب، فرخار، کلفګان، بنګي او بهارک ولسوالیو او تالقان ښار کې له تېرې شپې راهیسې روان دي.
د تخار ولایت د طبعي پېښو د کنټرول رئیس عبدالرازق زنده نن له رسنیو ته سره د خبرو پر مهال وویل، چې د دغو سېلابونو له کبله په تالقان ښار کې ۶ کسان، بنکي ولسوالۍ کې ۶ ولسوالۍ او ۱ کس په فرخار ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
زنده همدا راز د دغو سېلابونو له کبله د دوولسو ټپيانو او د سلګونه کورونو او زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو د وېجاړېدو خبر ورکړ.
نوموړي وویل، چې کېدای شي، د مرګ ژوبلې کچه نوره هم زیاته شي.
ښاغلي زنده وویل، چې تراوسه پورې یې د وژل شویو له کورنیو سره دېرش زره افغانۍ او د ټپيانو له کورنیو سره یې د لس لس زره افغانیو مرسته کړې ده.
باید ووایو، چې د تخار ولایت په ګڼو سیمو کې له تېرې شپې راهیسې سېلابونه راغلي دي، چې د ځايي اوسېدونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د یادولو ده، چې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سېلابونو مرګ ژوبله اړولې ده.















