تــــقـــديـــــر « ناول » / څلورمه برخه

ليكوال: ډاكتر عبدالهادي « حماس »
د ګلالۍ له سترګو اوښكو لارې وكړې او په داسې حال کې چې ساه یې به ډوبیو،ډوبیو اخیسته د رئيس له دفترنه بهر روانه شوه! رئيس د چوكۍ او مېزترمنځ چوپ ولاړؤ هغه ديوې پاك لمنې ښځې غږاوښېراوو داسې بې وسه كړى ؤ لكه بت چې خوځښت نه لري،ګلالې ددفتردروازې ته لاس كړچې دروازه له هغه لوري خلاصه شوه اوبيادفيروزمعالج ډاكټر له ګلالۍ سره سترګې په سترګوشو،ډاكټرچې دګلالۍ په سترګوكې اوښكې وليدې نوفكر ئې وكړ چې هغې دخپلې مجبورۍ كيسه رئيس ته هم كړې اوله هغه څخه ئې دمرستې غوښتنه كړېده،نوځكه ده د ګلالۍ دډاډګيرنې لپاره په موسكاسره وويل :
ګلالۍ نوره ستاژړاته اړتيانشته،دناروغ حالت موكنټرول دى!بيايې رئيس ته مخ ورواړاؤ اووئې ويل :
رئيس صيب يوټكرشوى دى،يوه كرولاټكرشوې موټروان يې مړدى، يوماشوم هم په دغه ټكركې دى،هغه بې هوښه دى،يولاس يې له مړونده ترڅنګلې څيرې دى،پايوازى هم نه لري،له ماشوم څخه ډېره وينه روانه ده اجازه راكړئ چې عمليا ت ته يې د ننه كړو .
رئيس چې لاهم په حال كې نه ؤ،اوداوخت ئې په سينه كې نري دردهم ځاى نيولي وه نو په بې حوصلې ډول ئې ځواب وركړ:
هرڅه موچې زړه غواړې هغه ورسره وكړئ،مايواځې پرېږدئ!
ډاكترپه حيرانۍ سره رئيس ته وكتل اوګلالۍ له ځان سره وبوږنېده : خدايه،دابه د كومې بدبختې بورې موراولاد وي،خداى ته ئې ورته ښه كړې .
هغه له دفترڅخه ووتله،د خپل فېروزپه سوچونوكې ډوبه دعمليات خانې پرلوري روانه شوه،دانتظارپه ځاى كې كيناسته اوله يوې كاركونكې څخه يې پوښتنه وكړه :
دفېروزپه نامه ناروغ څنګه دى؟
هغې ځواب وركړ:
حالت يې ښه دى،دبې هوښۍ لاندې دى،يوساعت وروسته به يې دعمليات له خونې څخه راباسو .
ګلالۍ په انتظارځاى كې هرې خواته كتل چې امان زوى به يې له كوم لوري راځي،سترګې يې دهغه ليدوته ناكرارې وې چې ناببره يې دعمليات خانې ددروازې مخې ته يو بوټ تر سترګو شو په ځير يې ورته وكتل هغه بوټ په وينوتك سور ؤ دغه بوټ كټ مټ دامان دبوټ په څېر هغې ته ښكاره شو.په بيړه ورپورته شوه بوټ يې راواخيست، ګوري چې دامان بوټ ته ورته دى شك ورسره پيداشوچې خداي مه كړه په ټكركې امان نه وي ټپي شوى .ژريې منډې كړې اودروغتون له ټليفون څخه يي دخپل ګاونډي كورته زنګ وواهه، دګاونډي موريې دټليفون غوږۍپورته كړه اودې پوښتنه ترې وكړه :
تاسوامان راوست؟
هغې ځواب وركړ:
هو،زمازوى هغه په كورولاكې سپوركړاوس به درورسيږي!
ګلالۍ ارامه شوه فكريې وكړچې دابل څوك دى اوزماامان به اوس راورسيږي،ټليفون يې كيښود خو بيا يې هم زړه مناسبه تسلي نه وركوله ،بهر راووتله،له كاركونكې څخه يې پوښتنه وكړه :
هغه مړى چېرې دى چې دټكرله امله يې ساه وركړې وه ؟
هغې ځواب وركړ:
دمړو په كوټه كې دى ،راځه زه دې ورولم
دواړه هلته ولاړې، كارګرې چې هغې ته دمړي مخ ښكاره كړ نو د مړي په ليدودګلالۍ سترګې راووتې،زبون يې ووهل شوخپلې زنې ته يې په حيراني سره لاس يووړ،په يوه ژورفكركې ډوبه شوه ،كارګرې څوځلې غګ ورباندې وکړخوهغې يې غږ وانه وريده ،ځكه مړى ددوى هغه ګاونډى ؤچې ددې زوى امان ئې روغتون ته وروست،ښه شېبه ئې دخبروكولوتوان له لاسه وركړاوكله چې بېرته حال ته راغله نوبيائې چيغې كړې اودائې ومنله چې دعمليات خانې مخكې چې كوم بوټ پروت ؤ نو هغه ددې دزوى امان بوټ ؤ!! هغې دعمليا ت خانې په طرف دلېونۍ په څېرمنډې كړې،ټكرى يې په غاړه كې پروت ؤ .غټې غټې اوښكې يې له سترګوبهېدې اودامان دمرګ چيغې يې له خولې وتې، عمليات خانې ته ورسېده،په دروازه ئې منګولې ښخې كړې،خو دروازه بنده وه،هغې هڅه كوله چې دروازه پرانيزې خوكاركونكو ونيوله اودانتظاركونكوپه يوه اوږده څوكۍئې كښېنوله، هغې ته يې په ډاډګيرنه پيل وكړ،خودډاډګيرنې يوې خبرې هم دګلالۍ غوږوته لاره نه كوله څوشېبې وروسته چې دفېروزمعالج ډاكټرله عمليات خانې څخه راووت نوګلالۍ ورمنډه كړه،هغه يې كلك له سپينې چپنې ونيو اوورته ووئې ويل :
هغه كوچنى چې ټكريې كړى زمازوى امان دى دخداى لپاره هغه خوبه مړنه وي؟،ماته ریښتیاووایې، هغه څنګه دى،؟ژریی راته ووايه؟زمازړه نيږدې دي چې وچوي ،
ډاكټرچې دګلالۍ بد حالت وليد ډې رد زړه سوي وړ ؤ،ځكه هغه لېونۍ ته ورته وه خپل حس يې له لاسه وركړى ؤ،ډاكټرهڅه وكړه چې دهغې روحي حالت پياوړى كړي اودنورې خرابۍ مخه يې ونيسي نوپه موسكاسره ئې ورته وويل :
ستازوى باالكل جوړدى هغه يوازې دقوي ظربې له امله بې هوښه ؤ،اولاس يې لږ څيرې شوى ؤ.هغه مو وګانډه اوس په هوښ راغلى او پنځه دقيقې وروسته به دعمليات له خونې راووزي ،ستاسې سره به په خپله خبرې وكړي ،ستاسې د خاونددبې هوښى وخت هم پوره شوى اوس خبرې كوي ..
ګلالۍ د لومړي ځل لپاره په هيله مندۍ سره په داسې حالت كې وخندل چې اوښكې يې پرمخ لارې كړې وې داكترته ئې وويل :
ته ريښتياوايې؟،هغوى دواړه ښه دي؟داهغه حالت ؤچې دهغې په مخ كې يې يوعجيبه طبعي انځورجوړكړى ؤ،په خنداخنداكې يې له سترګواوښكې توئېدې اوهغې پاکولې،هغې بل لورته نه کتل یوازې د دعمليات خانې له دروازې سره ئې نظرونه ګنډل شوي ؤ!لږشیبه وروسته دروازه پرانيستل شوه،دهغې مېړه اوزوى ئې دواړه راويستل ،ګلالۍ دواړوته وكتل، ددواړوحالت سم ؤ،ډاكټر ورته هيڅ دروغ نه وو ويلي،ګلالۍ پرګاډۍ ورټيټه شوه اوپكې پروت خپل امان زوى يې په غيږكې ونيو څو وارې يې ښكل كړ دګلالۍ له امان څخه خپل چاپير لاسونه،نه ؤلرې كړي چې دروغتون په واټونوكې دخطرزنګ ووهل شوله بيلابيلولاسپيكرونوڅخه غږونه پورته شول : يوبيړنى اعلا ن واورئ،دروغتون مشردزړه دحملې له كبله خپل ژوندله لاسه وركړ، دزړه متخصيصينوخپلې هڅې وكړې چې دهغه ژوندوژغوري خوحمله دومره زوروره وه چې نه دهغوى وړتيااونه پرمختللووسائلوكوم كار وكړل شوځكه وخت ډېرځکه دزړه دیرغل(حملې) موده ډیره لنډه ډاکترانوهیڅ مرسته ونه شوه کړایې ،موږدرې ورځې دهغه په ويرروغتون تړو،يوازې نوكريوالان به شتون لري ! ګلالي داعلان په اوريدوډيره حيرانه شوه .ورو،ورويې خپل زوى له غېږې لرې كړ ،په فكركې ډوبه شو ه اوداسې ئې وه انګېرله چې خداى (ج) يې آه په ځمكه نه دى اچولى،دهغې دعزت لوټلولېوه ته يې سزاوركړې،هغه سزاچې دې خپله ترې غوښتنه كړې وه خوهغه خپل زوى اوخاوندته دومره خوښه وه چې تېرهرڅه يې له ياده وتلي وودرئيس په مرګ ېې زړه بدشوويې ويل: كاش خداى نه واى مړكړى تورسرى اواولادونه به لري،په هغوى به څه تېرشي؟بيايې له ځان سره وويل : كاش چې خداى (ج) داسې سزا ور كړې واى چې په ژوندكې يې ترې عبرت اخيستي واى اوداورته څرګنده شوې واى چې ديوې مسلمانې پاك لمنې خوردعزت په اړه ناوړه هيلې درلودل څومره بدكاردى؟خوداوخت يې ډاكترددغه ډول فكرونولړۍ ورپرې كړه ورته ويې ويل :د څه دپاره ولاړه يې ،ناروغان دې كورته نه وړې ،ګلالۍ موسكۍ شوه ،خاونداوزوى دباندې راوباسل،لږوروسته يې خپل پلارته ټليفون وكړ،لومړى يې ډېرورته وژړل اوبياېې ورته وويل :
اوس به دې دهغه دځمكې كرونده خلاصه كړې وي چې زماپه ولوركې دې اخيستې وه،زه خودې هېره كړې يم اخرلوردې يم،دګاونډي مړى راته په روغتون كې پروت دى،په مېړه اوزوى مې داسې حالت تېرشو، راشه مرسته راسره وكړه!
هغوى دڅوكليوالوسره ورغلل،دګاونډي مړى اودوى يې كورته ولېږدول ، خيرات اوټول مراسم پاي ته ورسېدل،ګلالۍ خپل كورته ولاړه، دحالاتودښه والي لپاره يې خداى (ج) ته دوه ركعته شكرانه لمونځ وكړبيايې ،لاسونه پورته كړل،په دعاګانوېې پيل وكړ،دغودعاګانوله نوروسره خوراډېرتوپيردرلود،ځكه پخوابه يې دكورنۍ دغړو دروغتيا غوښتنه كوله،په دعاګانوکې به یې خپل یوازیتوب ژاړه خوداځل هغې لاسونه اوږده كړي اواوښكې ئې تويولې، هغې په خپلوتېروكړنواوفكرونودپښېماني څرګندونه كوله اوويل ئې:
اى لويه خدايه مابه تل داويل چې يوازې اوبې وسه يم اوهيڅوك نه لرم خوزماانګېرنه ناسمه وه،ته خوراسره وې،تاډېرژردهغه ظالم لاس لنډ كړچې دزوراوزرپواسطه يې زماعزت ته رااوږدېدلى شو،زه دهغه په وړاندې ډېره كمزورې وم،خوستامرستې اوارادې هغه ظالم انسان زما په وړاندې داسې دبت په څېرګونګ كړ چې ځواب يې هم رانه كړاى شو،دهغه له لاسه هرڅه پوره وو،پوليس،حكومت،پيسې هرڅه يې درلودل،خوهېڅ يې هم ونه كړاى شول،لويه خدايه،له دې وروسته زه ژمنه كوم چې نوربه هيڅكله ونه وايم چې يوازې يم،زه به نورې هيڅ كله دخپلې بې وسۍ خبرې په خوله رانه وړم،اي خدايه زه ژمنه كوم چې نوربه دغمونو پرمحال هيڅكله دتير په څير شكايت ونه كړم تاسې زمالپاره بس يئ!



