لیکنه : هیواد خوږیاڼی
په ټولنیزو شبکو کې وروسته له هغه سخت غبرګونونه پیل شول، چې د هرات پخواني والي محمد اسمعیل خان یوې غونډې ته وویل، چې د نجیب عکسونه په خپلو موټرو او کورونو کې مه لګوئ. د اسمعیل خان له خبرو وروسته پټ سترګو ځوانانو د نوموړي خبرې غندي او نجیب د اتل په نامه یادوي.
هغه ځوانان چې نجیب اتل بولي، هغوی دې یو ځل« نجیب وپېژنئ» کتاب ولولي، چې دغه کتاب یې خپل ورور صدیق راهي لیکلی او وروسته پښتو ته هم ژباړل شوی دی.
ډاکټر نجیب د محصلۍ دورې نه نیولې تر «خاد» ریاست او وروسته تر ولسمشرۍ پورې دومره ظلمونه کړي، چې د تاریخ پاڼې پرې ډکې دي. نوموړي په امر او په خپله زموږ زرګونه هېوادوال په بې رحمانه ډول شهیدان کړي او ځینې تراوسه ورک دي.
ماته اسمعیل خان او نجیب هېڅ توپیر نه لري، ځکه نجیب د روس غلام و او اسمعیل خان د امریکا غلام دی او ددوی په غلامۍ کې تراوسه لګیا دی.
زه د ډاکټرنجیب د ظلمونو هغه مستندې بېلګې دلته راوړم، چې د نوموړي په امر د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې یې زرګونه بې ګناه وګړي شهیدان کړي دي. هغه ځوانان چې نجیب اتل بولي دادې ولولي او وروسته دې خپله قضاوت وکړي.
ډاکټر نجیب کارنامې او قهرماني!
- ۱۳۵۷، حوت، ۲۴مه: په هرات کې د ولسي پاڅون د ځپلو په ترڅ کې د ۲۴ زره مسلمانو هېوادوالو ډله یيزه وژنه.
- ۱۳۵۸، عقرب، ۳مه: د کورنیو چارو په وزارت کې د ۱۲ زره وژلو شويو هېوادوالو د لېست ځړول.
- ۱۳۶۴، حمل، ۲۵: د لغمان قرغیو کې د درې زره بې ګناه هېوادوالو ډله یيز شهادت.
- ۱۳۵۸: په پوځ کې د کودتا په تور د ۲۰۰۰ مسلمانو صاحبمنصبانو ډله یيز اعدامونه.
- ۱۳۵۸، حمل، ۳۱ مه: د کونړ په کېراله کې د تر ۱۰۰۰ ډېرو هېوادوالو ډله یيز شهادت.
- ۱۳۶۴، حمل، ۶ مه: په کندوز کې د ۹۰۰ مسلمانو هېوادوالو ډله یيز شهادت.
- ۱۳۵۹، اسد، ۲مه: د ميدان وردګ ولایت په چک او سيد اباد ولسواليو کې د تر ۸۰۰ څخه د ډېرو مسلمانو هېوادوالو ډله یيز شهادت.
- ۱۳۵۸، جدي، ۲۵مه: د کندوز په چهاردره کې د ۷۵۰ هېوادوالو ډله یيزه وژنه.
- ۱۳۵۸، دلوه، ۱۶مه: د کندوز په امام صاحب کې د ۷۰۰ هېوادوالو ډله یيز شهادت.
- ۱۳۵۸، سنبله، ۱۵مه: د لغمان عليشنګ په قلعه نجيل کې د ۶۵۰ هېوادوالو ډله یيزه وژنه.
- ۱۳۶۴: د ميدان وردګو ولايت په نرخ او ميدان کې په درې بريدونو کې د ۶۰۰ هېوادوالو ډله یيزه وژنه.
- ۱۳۶۳، حوت، ۲۲ مه: په قره باغ او شکردره کې د ۵۰۰ هېوادوالو ډله یيزه وژنه.
- ۱۳۶۳، دلوه: دکندوز په چهاردره کې د ۴۲۵ هېوادوالو ډله یيزه وژنه.
- ۱۳۵۸، دلوه، ۲۱مه: په دشت ارچي کې د ۲۵۰ هېوادواله ډله یيزه وژنه.
- ۱۳۶۲، قوس، ۱۸مه: په غزني کې د ۲۵۰ هېوادوالو ډله یيزه وژنه.
- ۱۳۵۹، جدي، ۱۹مه: په خان اباد کې د ۲۰۰ هېوادوالو ډله یيزه وژنه.
- ۱۳۵۷، د روژې مياشت: په بګرام هوايي ډګر کې د ۲۰۰ صاحب منصبانو ډله یيزه وژنه.
- ۱۳۵۹، جدي: پر خان اباد د هاوان فيرونو په واسطه د ۲۰۰ څخه د ډېرو هېوادوالو ټپي او شهيدانول.
- ۱۳۶۳، سنبله، ۲۸مه: په بغلان کې د بمبارد له امله د ۱۵۰ ځايي اوسيدونکو شهيدانول.
- ۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د پوهاند غلام محمد نيازي، انجنير سيف الدين نصرتيار، او استاد غلام رباني عطيش په شمول د اسلامي نهضت د ۱۳۵ غړيو ارمانجن او ويرجن شهادت.
- ۱۳۵۷، حوت: د خوست په ۲۵مه فرقه کې د ۱۳۳ صاحبمنصبانو ډله یيزه وژنه.
- ۱۳۵۸، جوزا، ۸مه: د څرخي پله په زندان کې د اسلامي نهضت د ۱۱۷ غړيو شهادت.
- ۱۳۶۳، دلوه، ۱۰مه: په ننګرهار کې د ۸۰ مسلمانو هېوادوالو ډله یيز شهادت.
- ۱۳۶۳، سنبله، ۲۱مه: په نورستان کې د ۶۷ هېوادوالو شهادت.
- ۱۳۵۸، جوزا، ۱۴مه: په څرخي پله زندان کې د د غازي سيد اکبر په مشرۍ د اسلامي نهضت د ۴۵ غړيو ويرجن شهادت.
- ۱۳۶۱، جدي، ۲۵مه: په هرات کې د ۴۰ هېوادوالو ډله یيز شهادت.
- ۱۳۵۹، ثور، ۹مه: په کابل کې د خويندو د پاڅون په ترڅ کې د درېو خويندو هرې يوې ناهيد، وجيبه او جميله په ګډون د تاريخ تر ټولو مظلومانه شهادت.
اوس تاسې قضاوت وکړئ، چې نجیب اتل و، که د ملت قاتل؟
















