ددولت له کند امنیتی حالاتو ډاډ خو اولس اندښمن دی

(سر لیکنه )

په کندزکې بیا امنیتي حالات خراب شول  یو شمیر شناند یې دسولې دبهیر ناکامي او ځنې یې بیا د دولت لخوا د طالبانو لخوا دګرمي دموسم دبریدونو ځوابي عمل بولي او ځنې بیا وایې چې دا د امریکا دپالیسي هغه برخه ده چې دملي یو والې دحکومت دجوړښت په پلان کې ورځای شویده ، په هرلحاظ ددرې اونیو را پدیخوا دهیواد په ۱۲ولایاتو او ددفاع وزارت په ویناپه ۱۵ولایاتو کی سخته جګړه روانه خو تر ټولو زیاته جګړه دراپورونو په اساس په کندز کی روانه ده چی اوس جګړه دښار مرکز ته رانږدی شویده .

اولسمشر اشرف غنی داولسی او مشرانو جرګی څخه وغوښتل  چی په هیواد کی یوځل بیا دامنیتی وضعی په لاخرابوالی یوه بیړنی غونډه وکړی او ددفاع او ملی امنیت مسوولین هم پکی ګډون ولری .

دکندز په ښارکی یوځل بیا امنیت دومره خراب شو چی والی دښار به واټونو کی وګرځید او ښاریانو ته یی ډاډ ورکړ چی دبیا لپاره به دکندز دښار دسقوط مخه ونیسی ، دکندز به ښار کی دنن ورخی دراپور په بنا په سلوکی اویا دکانونه تړل شوی او دلویو لویو مغازو مالکان له خپلو مغازو سامانونه خوندی خایونوته انتقالوي چی پدی حساب دولت خپلو پولیسو او اولس ته ډاډ ورکوی خو اولس له امنیتی حالاتو سخت اندیښمن دی او آن داچی دنن سهار څخه له کندز له ښاره لری پرتو سیموته کډی روانی شوی دی .

همد انن چی دکندز به کلا زال کی سخته  جګړه روانه ده دکندز عامی روغتیا دراپور دمعلوماتو له مخی روغتون ته ۱۴۷تنه ټپیان او دشپږو تنو وژلو شوو جسدونه وروړل شوی دی .

تراوسه لانده څرګنده چی اولسمشر به دارګ په دننه ددفاع ، کورنیو چارو وزارتونو او ملی امینیت په بیړنی غونډه کی څه پریکړه کوی خو اولس سر له وخته له کندزه دکډو په بارولو پیل کړیدی  او دانده څرګنده چی له ښاره وتونکی کډوال په کومه لوری روان دی ځکه چی دکندز دکلا زال علاوه  چی جګړه نورو برخو ته به نږدی کیدوده په امام صاحب ،خان آباد،دشت ارچی، چهاردره،او دکندز په چرخاب او الچین کی هم سخته جګړه روانه ده .

ددی اندیښنو په اړه دکندز خلکو ته پخوانی حالات چی کندز په یوه همداسی حالاتو کی ددولت له لاسه ووت بیاهغه اندیښنه یی ذهن ته راځی چی ددی اندیښنی لمن یواځی دکندز دښار دننه ، نه بلکه اوس اولسوالیوته هم پراخه شویده .

دکندز ښار ښاریانو سره دا اندیښنه هم شته چی که دتیرځل به څیر بیا یوشمیر د ولایت امنیتی مشران د طالبانوسره لاس یو کړی او دکندزښارسقوط کړی هم به ورته مالی تاوانونونه ورسیږی او هم به دتیربه څیر بیا دبهرنیوهوایی پوځونو دهوایی بمباریو هدف وګرڅی .

دکندز دامنیتی حالت دخرابوالی به اړه یواځی داولس اندیښنه نده بلکه اوس دکندز ولایتی چارواکی هم پدی اعتراف کوی چی امنیت ورځ په ورځ خرابیږي خو نه ورته د مرکز نه هدایات شته او نه خپله دومره قوت او صلاحیت لری چی په خپل سره دوسلوالو طالبانو دپرلپسی بدیدونو ځواب ووایي.
 د طالبانو مشران په خپل عمری علمیاتو د پیل په یوه اعلامیه کی  دا یادونه کړیده چی ولسی وګړی به نه په نخښه کوی او خپلو وسلوالو ته یی هم  لارښوونه کړی ده چی یواځی نظامی اهداف په نخښه کړی .
موږدانه وایو چی دامنتی ځواکونواو طالب وسلوالو ترمنڅ دی اولس وګړی ونه وژل شی او بی داولسی وګړی له وژلو دی جګړه وشی موږ په هیواد کی دیوه ډز کولو او یوڅاڅکی وینی تویولو هم مخالف یو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button