کابل ټکی کام ۳۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر پاولو جین ټلیوني هرات ته په سفر کې له دولتي چارواکو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې هېواد به له افغانستان سره د ۹۲ میلیونه یورو مرسته کوي.
د هرات والي محمد آصف رحیمي هم د ایټالیا له بهرنیو چارو وزیر سره کتنه وکړه، او د هغوی د دغې مرستې د ژمنې کولو مننه یې وکړه.
د هرات والي له ټیلوني سره د خبرو پر مهال وویل، چې پر ایران د اقتصادي بندیزونو له لېرې کېدو وروسته د هرات اقتصادي او ټرانزیټي اهمیت زیات شوی دی.
اصف رحیمي وايي، چې د ایټالیا د دغې مرستې یوه برخه به په هرات کې د اورګاډي د لیکې په جوړولو مصرف کیږي.
ښاغلي رحیمي ارزو وښوده، چې هرات به په راتلونکي کې د جنوبي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د ټرانزیټ لاره شي.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه کتنه کې وویل، چې دوی به له افغانستان سره دوامداره مرسته کوي.
د یادولو ده، چې له څو کلونو راهیسې ايټالیا د هرات د بیا رغونې په برخه کې مرستې کوي.















