کابل ټکی کام ۳۱حمل/۱۳۹۵، لیکنه: بدرمنهاج
زه په شهادت شيدا توريالی طالب جان يم!
په یوه منډه مې د فساد ټغر له ګران هېواد څخه ټول کړ، د مسعود په څېر مصنوعي اتلان مې په يوه منډه له کابل نه وشړل، تر پنجشيره مې ورسول، تر کولابه مې پسې واخيستل.
ما ليدل له ما نه يې اروپايي پارلمان ته ژړل، د پوتين په پښو کې غورځېده، د خامنايي لاس يې مچي کول، تا زما هيبت ليدلی؟
د ګيلم جم ګيلم مې څنګه ور ټول کړ؟
په مزاري مې څنګه د رقص مرده معتقدين وژړول؟ څنګه يې په بګۍ پسې له غزني تر باميانو، له باميانو تر مزاره روان ؤ؟
د کسرا پرويز او د ګورګين د لسميانو مانورې مې په څو ډاټسنو تر تهرانه وځغلولې.
د سپنې ماڼۍ غرور مې څنګه دړې وړې کړ؟
بې ننګه! تا خو پرون زه پر دوی وېرولم، راته ويل دې چې ځان وژنه مکوه، مقابله يې نشې کولای، څنګه مې دوی تېښتې ته اړ کړل، او ته خوارکی يې په ميدان راته پرېښودې.
غلامه! ته ما په اعدامونو وېروې؟ ته ما نه پېژنې، چې زه د الله په لار کې له مرګ سره څومره مينه لرم؟
ستا له هغې مينې چې ته يې د غلامۍ له شرابو، د جان کيري له څوکيو او څڼورو ډالرو سره لرې له هغې نه بليونونو ځله زياته ده.
له دې عمري افق نه، په تا باندې دا نننی تندر يوه کوچنی غوندې نمونه وه، هلته به ته پوه شې، کله چې پر تا باندې له عمري افق نه د داسې تندرونو باران شي، او استشهاديان دې په سردارانو او مرکزونو داسې پرلپسې رانازل شي، لکه د ابابيل مرغۍ چې د فيلانو په خاوندانو رانازلې شوې.
پرون چې الله فرعون په نيل کې غرق کړ، عاديان او ثموديان يې هلاک کړل، زما پر لاس به تا هلاکوي.
نيټه د هلاکت دې نيږدې ده، ان شاءالله، ځکه ظالم يې او د ظلم اراده لرې.
وَ تِلْکَ القُرَی اَهْلَکْنهُمْ لَمَّا ظَلَموُا وَ جَعَلْنَا لِمَهْلِکِهِمْ مَوْعِداً (کهف : 59)















