د کابل د وروستي برید له کبله به سبا د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند شي

کابل ټکی کام ۰۲غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغان حکومت د پرېکړې له مخې چې د کابل د وروستي برید له کبله به د افغانستان بیرغ د افغانستان دننه او له افغانستان څخه بهر په نمایندګیو کې نیمه ځوړند شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال نن په یوه خبري ناسته کې وویل، ولسمشر فرمان صادر کړی دی، چې سبا ته به د کابل د وروستي برید د وژل شویو کسانو فاتحه واخیستل شي.
«د ولسمشر د هدایت سره سم به د جمعې په ورځ په کابل کې د کابل د وروستي برید د وژل شویو د ختم او فاتحې مراسم ترسره شي، او همدا شان به د افغانستان بیرغ هم دننه او هم د افغانستان بهر په ټولو نمایندګیو کې نیمه ځوړند شي.»
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د کابل یو شمېر مدني فعالانو پر حکومت انتقاد وکړ، چې باید د کابل د وروستي برید په تړاو «ملي ماتم» اعلان کړي.
د یادولو ده، چې د سه شنبې په ورځ د طالبانو له لورې درې بریدګر د کابل په لومړۍ حوزه کې د ملي امنیت ریاست ته ننوتل، لومړي بریدګر په ریاست کې خپل موټربم ته انفجار ورکړ، او نورو دوو بریدګرو ته یې د تګ لاره هواره کړه، او بیا دواړو بریدګرو په ریاست کې د ملي امنیت د کارکوونکو پر دفاترو د سپکو او درندو وسلو بریدونه ترسره کړل، چې سلګونو مهمو امنیتي کارمندانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.



