اېکوادور کې د وروستیو زورورو زلزلو له کبله د مړو شمېره ۵۷۰ کسانو ته پورته شوې

کابل ټکی کام ۰۲غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

په اېکوادور کې تېرې پنځه ورځې په پرلپسې توګه زلزلې وشوې، چې له کبله یې د مړو شمېره ۵۷۰ کسانو ته پورته شوې ده.
دغه زلزله چې تېره شنبه رامنځته شوه، د ریښتر د معلوماتو پر اساس  ۷،۸ درجې ښودل شوې ده.
خبرونه وایي، د شنبې ورځې راهیسې دا پنځمه ورځ ده، چې دز لزلې ټکانونه دوام لري.
تازه معلومات ښيي، چې د دغو دوامداره زلزلو په لړ کې تراوسه پورې ۵۷۰ مړه کسان د خارو څخه را ایستل شوي دي.
د خبرونو پر اساس، چې شاوخوا زر تنه نور هم د خاروو لاندې بند پاتې دي.
که څه هم د خاورو څخه د لاندې شویو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي، خو د هر ساعت په تېرېدو سره د بندو کسانو د ژغورنې هیلې کمیږي.
خبرونه وايي، د خاورو څخه د لاندې شویو کسانو د ژرغورنې هیلې د زلزلې د دوامداره ټکانونو له کبله کمې شوي دي.
په نړیوالو رسنیو کې تازه ورکړل شوي خبرونه وایي، چې په اېکوادور کې په دغو پنځو ورځو کې څه د پاسه د زلزلې ۵۵۰ ټکانونه رامنځته شوي دي، چې له امله یې څلور ویشت زره کسان بې کوره شوي، او څلو ر تنه نور ټپیان دي.
د یادولو ده، چې د اېکوادور د زلزلو له کبله انګلستان، اېرلېنډ، کاناډا، کولمبیا، کیوبا او پیرو په ګډون ګڼو هېوادونو دغه هېواد ته بېړنۍ مرستې استولي دي.
همدا راز د ملګرو ملتونو له لورې د ماشومانو سازمان یونسیف ویلي دي، چې په اېکوادور کې د زلزلو له کبله شاوخوا ۱۵۰ ماشومان اغېزمن شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button