هند کې سختې ګرمۍ، څه د پاسه سل کسان وژلي

کابل ټکی کام ۰۲غويي/۱۳۹۵، هلال خاورې
د هند دولتي مقاماتو خبر ورکړی دی، چې په دغه هېواد کې د سختې ګرمۍ له کبله څه د پاسه سل کسان مړه شوي دي.
د دولتي مقاماتو د خبر له قوله چې د سختې ګرمۍ له کبله د دغه هېواد په تیلانګانا ایالت کې ۴۵ کسان، اندراپردیش کې ۱۷ کسان او په اودیشا کې ۴۳ کسان مړه شوي دي.
هندوستان کې چې می او جون میاشتې تر ټولو ګرمې میاشتې بلل کیږي، مګر د د روان دوبي له پیله د دغه هېواد په یو شمېر ایالتونو کې د ګرمۍ د حرارت درجه څلوېښت سانتي ګرېډ ته پورته شوې ده، چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
په هندوستان کې د سختې ګرمۍ له کبله ښوونځي رخصت شوي دي، کارګرانو ته امر شوی دی، تر څو په ګرمو شېبو کې کار ونه کړي.
د هند د هوا پېژندنې ادارې رئیس وای کي ریدي رويټرز خبري اژانس ته د خبرو پر مهال وویل، چې دوی د ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د سږ کال اپرېل میاشت تر ټولو ګرمه میاشت ثبت کړې ده.
ریدي همدا راز وویل، چې د هندوستان په تیلانګانا ایالت کې د سختې ګرمۍ له کبله ښایي د مړو شمېره لوړه شي.
ده زیاته کړه، چې د هند حکومت خلکو ته د ګرمۍ د سختو څپو د رامنځته کېدو خبردارۍ ورکړی دی، او له خلکو څخه یې غوښتي، چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي.
د یادولو ده، چې تېر کال په هندوستان کې د سختې ګرمۍ له کبله څه د پاسه ۲۵۰۰ کسان وژل شوي وو.



