بادغیس کې شپږ اربکي قومندانان د ۷۴ اربکیانو او ګڼو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي

کابل ټکی کام ۰۴غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له بادغیس ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې شپږ اربکي قومندانان له ۷۴ اربکیانو او ګڼو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شول.
طالبان وایي، چې د اربکیانو دغه لویه ډله د دوی د جلب او جذب کمیسون د هلوځلو په ترڅ کې دوی ته تسلیم شوې ده.
طالبانو د دغو شپږو قومندانانو نومونه نعیم، احمد عبدالرووف، معاون رحمت الله، داد محمد او ګل احمد یاد کړي دي.
طالبان همدا راز وایي، چې دغو اربکیانو ۳ ثقیلان، اتیا کلاشنکوفونه، ۲۵ عرادې موټرسایکلونه او نور ګڼ شمېر نظامي مهمات او مرمۍ تر دوی پورې رسولي دي.
د یادولو ده، چې په تېرو دوو اونیو کې د دغه ولایت په سنګ اتش او آب کمري ولسوالیو کې هم تر څلوېښتو زیات پولیس او اربکیان طالبانو ته له ګڼو وسلو سره تسلیم شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button