د کابل برید کې د ملي امنیت د رجال برجسته له سلو ډېر کسان مړه شوي

راپور : خوږیاڼی

وسله والو طالبانو د تېرې سې شنبې په ورځ د محمود خان پله په سیمه کې د ملي امنیت د لسم ریاست پر دفتر موټر بم حمله وکړه، چې لومړیو کې رسنیو یې تلفات ملکي ښودل، خو اوس دولتي چارواکي هم وايي، چې په دغه برید کې د ملي امنیت د رجال برجسته له سلو ډېر کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

مانده ګار ورځپاڼې د چارشنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي وو، چې په دغه برید کې د ملي امنیت ۴۱۱ تنو ته مرګ ــ ژوبله اوښتې. د مانده ګار له قوله، په دغه برید کې د ملکي تلفاتو شمېره بیخي کمه ده او د ملي امنیت زیات کارکوونکي پکې مړه او ټپیان شوي دي.

مانده ګار هغه راپورونه ناسم بللي وو، چې په دغه برید کې ملکي وګړو ته ډېره مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

مرکزي خبري اژانس د ولسي جرګې د یوه وکیل له خولې ليکلي، په دغې پېښه کي د ملي امنیت ۵۸ تنه کارکوونکي وژل شوي دي، نوموړي ویلي، ددغه برید زیانونه تر هغه څه ډیر دي، چي اعلان شوي دي.

د ولسي جرګې یو وکیل چې د نوم د ښودلو یې ډډه کړې، افق خبري اژانس ته ویلي، د ملي امنیت د کارکوونکو ۳۵جسدونه یې په روغتون کې لیدلي او له شلو ډېر د رجال برجسته په دفتر کې پراته وو.

د ولسي جرګې یاد وکیل هم د هغه رسنیو خبرونه بې بنسټه بللې، چې په خپلو راپورونو کې یې د ملکي تلفاتو شمېر ډېر ښوده.

افق د یوه ټپي شوي له خولې لیکلي دي«برید کونکي په داسي مهال د ریاست ودانۍ ته ننوتل، چي هلته په یوه صنف کي ۶۰ تنه د امنیت کارکونکي په زده کړه بوخت وو او په هغوی یې د ډزو باران جوړ کړ، د دوو تنو له قوله، چي په دغه صنف کي ټپیان شوي،  ویل شوي، ۵۸ تنه هلته (صنف کې) ووژل شول، چي ډیری یې په سر او په سینه لګېدلي وو»

طلوع نیوز او طلوع هم په خپلو لومړیو راپورونو کې هڅه وکړه، چې  په دغه برید کې  د ملکي تلفاتو شمېره ډېره وښيي، خو پخپل وروستي راپور کې وايي«چاودنه په سړک نه ده شوې، نه هم د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده، چې ملکي تلفات ولري، بلکې په هغه سرای کې شوې، چې د دولت لسګونه موټر پکې ولاړ وو او موټر بم هم د دولتي موټرو او ریاست ترمنځ درول شوی، چي  دواړو لوریو ته یې پوځي اهداف راغلي دي.»

تر نن ورځ پورې بېلابېلو رسنیو په پخپلو راپورونو کې وویل، چې په دغه برید ملکي وګړي برسیرن ټپیان شوي او زیات یې له روغتونه بېرته اخراج شوي دي.

دولتي او دولت پلوه رسنیو په لومړیو کې د ملکي تلفاتو شمېره ډېره ښوده او  د خپلو تبلیغاتو لپاره یې ورنه کار واخېست؛ خو اوس معلومه شوې، چې په برید کې ملکي تلفات کم او دولت ته تلفات ډېر اوښتي دي.

په ټولنیزو شبکو کې په لومړۍ او دویمه ورځ د سوریې او د عراق انځورونه هم لربر کېدل او داسې یې ښودله، چې په دغه برید کې ماشوم هم وژل شوي دي.

د طالبانو ددغه برید وروسته د ګډحکومت لومړي مشر اشرف غني په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د وژل شویو دولتي کارکوونکو غچ به واخلي او په وینا یې دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

رسنیو ته د طالبانو له لوري په لنډ ویډیو کې کلیپ کې سرتېری بریدګر وايي، چې نوموړي په دغه ریاست کې د بند شپې تېرې کړي او هلته ورسره انساني سلوک نه کېده. د نوموړي په خبره، د زندان څخه د خلاصون وروسته بېرته د «استشهاد کنډک» ته تللی او کور ته نه دی تللی.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان وايي، د کابل په زړه او ارګ ته په څو مترۍ کې د طالبانو دغه ډول بریدونه د طالبانو قوت او د دولت ناکامي ښيي.

د یادونې وړ ده، د طالبانو د نویو پیل شویو عملیاتو« عمري» دغه برید تراوسه ستر برید و، چې دولتته یې درانه ځاني او مالي تلفات واړول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button