ولسمشر غني: له وسله والو مخالفینو سره په افغانستان کې د سولې لپاره هېڅ لاره نشته

کابل ټکی کام ۰۶غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
ولسمشر اشرف غني نن په یوه مشورتي غونډه کې چې د ملي شورا غړو هم پکې ګډون درلود، وویل، چې له وسله والو مخالفینو سره په افغانستان کې د سولې هېڅ لاره نشته.
ولسمشر غني وویل، چې طالبان، القاعده او داعش د افغانستان دښمنان دي، او سوله نه ورسره کوو.
ولسمشر غني همدا راز وویل، چې له پاکستان څخه دا تمه نه لري، چې طالبان دې د خبرو مېز ته کېنوي.
ولسمشر له پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې باید د څلور اړخیزو غونډو د پرېکړو پر اساس د طالبانو پر خلاف پوځي عملیات پیل کړي.
نوموړي غونډې ته د وینا پر مهال خبردارۍ ورکړ، که پاکستان د وسله والو پر خلاف جدي اقدام ونه کړي، دوی به د ملګرو ملتونو او امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو ته شکایت وکړي.
باید ووایو، ولسمشر د دغو څرګندونو موخه د سولې او جګړې په اړه د حکومت دریځ معلومول وو.
د یادولو ده، چې ولسمشر غني دغه خبرې وروسته د کابل د هغه برید څخه کوي، چې د ملي یووالي حکومت ته یې سخته ضربه ورکړه، په سلګونو مهمو امنیتي کارمندانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button