کابل ټکی کام فرید احمد
ډيلي بیسټ امریکایي ورځپاڼې لیکلي دي، چې د طالبانو له لورې د نويو پسرلنیو عمري عملیاتو پیل په چاودنو او بریدونو وکړ، چې په ځمکنیو جګړو کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
دغه ورځپاڼې د کابل د سه شنبې برید ته هم اشاره کړې ده، او ویلي یې دي، چې د ملي امنیت پر لسم ریاست برید د طالبانو د ځواک پیاوړتیا او زړورتیا ښيې، چې د کابل تر ټولو خوندي او پوځي سیمه یې په نښه کړله.
ورځپاڼه لاندې کاږي، ناټو او امریکا د ۲۰۱۴م کال په پای کې د جګړې پای ته رسول اعلان کړل، مګر لا هم ۱۲۰۰۰ناټو سرتیري په افغانستان کې حضور لري چې ۹۰ فیصده یې امریکايان او پاتې نور برتانویان دي.
ورځپاڼې د کډوالو په اړه د غربي هېوادونو دا دعوه چې ګواکې ډېری پناغوښتونکي د سوریي دي حقیقت نه لرې بللې او په ثبوت سره وايي چې اکثر پناغوښتونکي افغانان دي.
ورځپاڼې غرب د افغانستان له تاریخ څخه ناخبره بللی او ویلي یې دي چې غرب مخکې له دې چې په افغانستان حمله کړې وای، باید د برتانیې له لوري پر افغانستان د درې ناکامو حملو تاریخ یې لوستی وای او همداشان روسیې په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.
ورځپاڼې د افغانستان حالت ته اشاره کړې چې د پوځي لارې د افغانستان کړکیچ نشي حل کېدای، او سیاسي حل لاره یې تجویز کړې ده، او لیکلي یې دي چې امریکا په افغانستان کې له داسې یو حالت سره مخ ده چې نه مخ ته تلای شي او نه هم وروسته تلای شي.
ډیلي بیسټ ورځپاڼې پر غربي رسنیو انتقاد کړی دی، او ویلي یې دي، د کابل د ملي امنیت پر لسم ریاست برید چې یو ستر خونړی برید وو، مګر غربي رسنیو پرې پرده واچوله، او هېڅ توجه یې ورنه کړه، تر څو د خلکو د پام وړ ونه ګرځي.
همدا راز یې غربي رسنۍ په دې تورنې کړي دي، چې خپل ولس او نړیوالو ته په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو په اړه درواغ وایي.

















