دثور اومه.. په هېواد کې دبدبختیو پېلامه

سرلیکنه
نن دثوراومه ده دا ورځ په هېواد کې دټولو افغانانو لخوا چې ددې ورځې په وحشت ېې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او یاېې خپل ټاټوبی پریښې او په یوه ناڅرګند لوري ېې مخه کړیده.
ددې ورځې غندنه نه یواځې په داخل دهېواد کې بلکه له هېواده بهرهم افغانان دا توره او دتورمخو کمونستانو له خوا پر سردار محمد داوود خان کودتا دکمونستانو دظلمونو او وحشتونو په یادولو سره غندي .
دثور اومه هغه بدمرغه ورځ ده چې دګوتو په شمیر څو په روسیه کې روزل شوو او رالوې شوو کمونستانو انقلاب باله خو هغوی په خپل پوچ مغز تراوسه دانقلاب تعریف هم نه وو پیژندلی، هرڅه ته یې دکمونستی نظرله مخې کتل او تعریفول ېې، پدی ورځ کمونستي ډلو خلق ، پرچم، شعله جاوید ، ستمیانو او ماوست پلوو پلورل شوو غلامانو په خپله کرغیړنه کودتا سره افغان مسلمان اولس په خپلو وینوکې ولمباوه ، هغه علماء چې تل یې دخپل هېواد بچي په جوماتونو اومدرسو کې د اسلام دمقدس دین او اسلامی احکامو سره روزل ، هغه پوهان چې ورته د هیواد دابادۍ او سوکالۍ سترګې نیول کیدې ، هغه علم دوسته او قومي مشران چې په علمي او قومي کچه مخور اشخاص یادیدل لومړی به ېې زنداني او بیا به ېې دزندان په تورو کوټو کې په بیلا بیلو زورونو او شکنجو شهیدان کړل .
یوشمیر علماؤ دهمدې تور مخو او پلیتو کمونستانو له وحشته دنورو هیودوالو په څیر له هیواده کډی وکړې.
دهېواد دنورو بدبختیو ترڅنګ علم او فرهنګ هم ورسره په بشپړه توګه له هیواده کډه وکړه او پرځای یې په دولتي نقشه روسي اولینني فرهنګ دود وموند.
دهیواد یوشمیر ځوانان چې دسازمانیانو په نامه به یادیدل هغو ته په روسي فرهنګ درسونه پیل شول او آخرداچې په افغانستان کې هغه څه ولیدل شول چې نه په اسلامي او نه په افغاني اصولو برابروو .
هغو بهرنیو رسنیو چې دافغانستان له تاریخه بې خبره وې، دا ېې تبلیغول چې ټول افغانان له روسي تزاري دود سره سر خوروي خو داسې نه وه ، یواځې څو مزدورو او دکریملین کاسه څټو په سروکمیسونو کې دثوردکودتا اتڼ ګرم وساته، نور ټول اولس ددې منحوسې او باطلې نظرئې پرخلاف پاڅون وکړ او داسلام مقدس جهاد یی په تشولاسونو خو دایمان او عقیدې په متین عزم دوامداره وساته .
افغان میړني اوغیرتمند اولس څوارلس کاله دباطل پرخلاف قرباني ورکړه دخپلې راسخې عقیدې له مخې ئې خپل سرونه دالله (ج) په لاره کې قربان کړل خو په افسوس سره یوشمیر جهادي مشرانو داولس قرباني په نظرکې ونه نیوله او دخپلو شهیدانو او یتیمانو دارمانونو پرخلاف یې دخپل سیاسي قدرت لپاره په خپلو کی سره دواک او قدرت پرسرښکرې اړمې کړې .
دانن ورځ چې زموږ له کورونو هره ورځ جنازې پورته کیږي دا دهمدې په څو روبلو دپلورلو شوو کمونستانو جنایات دي چې ځانونه یی په نړیواله کچه رسوا کړل افغانستان کې یی دوینو دسیلاب لښتي وبهول، خو په افغانستان کې خپل شوم هدف ته ونه رسیدل .
افغان اولس په خپلو ۱۴کلنو قربانیو سره خپله میړانه نړیوالو ته وښوده چې په تشو لاسونو خو دایمان په وسلو سمبال د دښمنانو دټانګونو هرګولۍ ته ېې خپلې سینې سپرکړې چې دهمدې قربانیوبه ورکولو سره کمونستان په خپلو کی سره شکمن او په اختلافاتو سره اخته شول .
دحفیظ الله امین له مرګه وروسته کمونستانو اعلان کړه چې تر۱۲۰۰۰ پورې په اسلام سرورکوونکي افغانان چې په زندانونو کی بندیان وو دوخت د واکمنو لخوا شهیدان شوي دي دادکمونستان داعتراف یوه بیلګه وه ددی ترڅنګ دپلیګون او پلیګون ته ورته ډیر ډله ییز قبرونه وموندل شول چې خپلو پرې کمونستانو دخپل کمونستي رژیم دنسکوریدا وروسته اعتراف کړیدی.
دهغه وخت دکمونست رژیم دواکمنو لخوا دا اعتراف هم وشو چې موږ په خپلو کی سره په دوه ډلو ویشل شوي وو او دکمونستي رژیم ماتیدل زموږ داخلافاتو نتیجه وه ، دکمونستي رژیم دببرک کارمل د دورې دروسانو ښي لاسي کمونست سلطان علي کشتمند دکمونستي رژیم شکست دخلقیانو جفا بلله خو په مقابل کی لوړپوړي خلقي اکاډمیسن ګلداد په افغانستان کی دټولو افغانانو دوژنو مسئولیت پرپرچمیانو ور واچاوه او هم یی وویل چې کمونستانو دپرچمیانو په جنایاتو سره ماتې وخوړه .
په هر ترتیب دثور اومه په افغانستان کې دټولو بدبختیو، زنداني کولو وژنو او کډوالیو سرچینه ده چې هیځ وخت ترې انکار نشي کیدی.



