جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د ولس خواخوږی څوک دی، طالبان که دولت؟

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
اپریل 28, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
15
ځلې شریک شوی
183
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۰۹غويي/۱۳۹۵، لیکنه: سید احمدالله غزنوي

د ګران هېواد افغانستان پتمن او ویاړلی ولس د هر ظالم د لاسه کړېدلی او ځورېدلی دی او له چا یې ښه نه دي لیدلي.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

افغان مجاهد ولس تل خپل مسلمانان وروڼه په هر ځای او په هر حالت کې د ظالمانو له منګولو څخه خلاص کړي.

که د تاریخ پاڼې را واړوو او د افغان مجاهد ولس د غیرت باب ته نظر وکړو، وبه ګورو چې سلطان محمود غزنوي د هندي مسلمانانو په غوښتنه په هندوستان باندې حملې کړي دي، او مسلمانانو ته یې د امن او سوکالۍ ماحول او فضا رامنځته کړې ده.

میرویس نیکه د دیني علماوو د فتوا له مخې د کندهار خلک د ایراني ګورګین له ظلمونو او وحشتونو څخه وژغورل.

همدا شان که لږ مخکې ولاړ شو د نن عصر مجدد امام الجهاد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله د خپلې مدرسې او حجرې څخه را پاڅېدو، او خپل پیل کړي کتابونه یې نیمګړي پرېښودل، او د ګڼ شمېر علماوو په مشوره یې د جهاد اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې چې په کندهار کې د فحاشۍ دروازې خلاصې وې، هلک هلک ته ودېدو، له ښځو سره ناوړه او ناروا سلوک او چلند کېدلو، پاټکونه جوړ شول، خلک به یې راښکته کول، او بیا به یې د لوټلو ترڅنګ ځورول او ټکول، ښځې تښتول کېدې، او دې ته ورته نور منکرات او ناوړه اعمال به په سپینه ورځ په زغرده ترسره کېدل، بالاخره مجددالعصر رحمه الله دې ته اړ شو، چې خپل نیم لوسته کتابونه همداسې نیم پریږدي، او د علماوو په مشوره یې د عملي جهاد اعلان وکړ، چې بالاخره یې یو صفا، سوچه ښکلی او د نبوي منهاج مطابق اسلامي نظام راووست.

د امت د مشر مجددالعصر امام الجهاد امیرالمؤمنین رحمه الله اسلامي نظام او په ولس باندې زړه سوي ته په کتو سره باید هر اصیل او مجاهد افغان له ځانه سره دا فیصله وکړي چې زمونږ خواخوږی څوک دی؟ طالبان او که دولت؟

که د نن ورځې غرب پاله او د غرب له لورې محکوم دوه سري رژیم ته او د دوی ناوړه او ظالمانه کړنو ته وګورو، چې هره ورځ افغان مجاهد ولس ته ترې خطرونه پېښیږي، د دوی ابطال او د افغان ولس سره دښمني ښه ښکاره کوي.

د دغه دوه سري رژیم په واکمنۍ کې چې څومره زیانونه ولس ته اوړي، او د دوی تر سختو شکنجو لاندې دي، له شمېر او ضبط څخه وځي.

طالبان د ولس خواخوږي دي، که دولت؟

د دغې پوښتنې ځواب مونږ ته یوازې او په ښه توګه په دې کې معلومیږي، چې اشرف غني په یوه بېړنی غونډه کې چې تمه ترې کېدله، یا خو به په خپلو ناکامیو باندې اعتراف وکړي، او استعفا به ورکړي، او یا خو به د افغاني مهاجرینو او په بهر کې د بې سرپرسته افغاني بندیانو لپاره چیغه پورته کړي، د اداري فساد پر خلاف به جهاد اعلان کړي، هغه کمونستان او جنګسالاران چې ملت یې له ناورین سره مخ کړی دی، عدلیې ته معرفي کړي، د ګاونډیو د مستقیم تیري په وړاندې به قاطع دریځ ونیسي، او ټولو هغو ملکونو ته به چې د افغانستان خاوره د خپلو ګټو لپاره استعمالوي، سور خط وکاږي، خو ده برخلاف د اشغال پر وړاندې د افغاني پاڅون پر خلاف د جګړې پرېکړه وکړه، ځان یې وښودو چې پردۍ پال او د ملت قاتل دی.

د ملي یووالي حکومت د جګړې دغه پرېکړه، له افغانانو او د هغوی له امیدونو سره ستر خیانت دی، ځکه چې له څو کلونو راهیسې د تپل شوې جګړې حل نه دی را ایستل شوی، ولسمشر د ټاکنو پر مهال برېتونه کش کړل، او له ولس سره یې د یو شمېر ژمنو تر څنګ د سولې ژمنه هم وکړه، خو دا مهال د افغانانو د تن پر سرونو فوټبالر لوبغاړی ولسمشر د جګړې پرېکړه کوي، او د ولس د آواز پر وړاندې جګړه له سره پیلوي.

 خو له بلې خوا، طالبانو پاکستان ته په دې موخه چې هلته د مهاجرینو د ستونزو، د پاکستان له لورې پر هېواد د تیري او د خپلو بندیانو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي، پلاوی لېږلی دی.

د همدې بې واکه ولسمشر د دې پرېکړې له مخې ویلی شو، چې دا پرېکړه د کوم ګاونډي هېواد په استخباراتي مرکز کې شوې ده، تر څو د یو څو لنډغرو جېبونه د ملت د وینو په بدل کې ډک او په واک کې پاته شي، او طالبان چې د ملت رښتیني خواخوږي دي، په سعودي، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې د خپلو افغاني مهاجرینو لپاره بار بار د دوی د ستونزو په اړه پوښتنې د کوربه هېوادونو له چارواکو سره مطرح کوي، او پر دوی د ترحم غوښتنه ترې کوي، د خپلو بندیانو د ازادولو تر څنګ د عامو افغانانو بندیانو چې د ګاونډیو هېوادونو په جېلونو کې بې سرنوشته پراته دي، په اړه مسئولانه عمل کوي، او خپل فرض اداء کوي.

طالبان چې نسبت یې پاکستان ته کیږي، په بار بار پاکستان ته د خبرداري په توګه وایي، چې د هېواد پر حریم دې تېری نه کوي، کني هېوادوال به یې د دوی پر خلاف توند غبرګون وښيي.

داسې یو رژیم ته به څنګه یو ملت د ښې تمه وکړي، چې د یوه سیال هېواد د بهرنیو چارو وزیر مینځ ته راوړی وي، او څرنګه ویلای شو، چې داسې نظام به ملتپال او د ولس خواخوږی وي، او طالبان چې یوازېنۍ غوښتنه یې آزادي ده، حتماً د ملت غمخوار او د وطن رښتیني بچي دي.

مخکینې مطلب

فرانسه کې ستر یهودي معبد پر مسجد بدلیږي

بل مطلب

د استرالیا په سيډني ښار کې درې تنه په ډزو ویشتل شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com