کابل ټکی کام جمعه فرید احمد
نن د جمعې په سهار د استرالیا د سیډني ښار (بنګسټاون سنټرل) کې یو نامعلوم کس ناببره ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې يې درې تنه په ګولیو ولګیدل چې یو تن یې مړ، او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
ځایي رسنۍ وايي چې له پېښې وروسته پولیس د تلفون له لارې خبر شوي دي، خو تراوسه یې د برید په تړاو څوک ندي نیولي.
د پېښې پړه تراوسه چا په غاړه نده اخیستې، او نه هم دا معلومه ده چې د بریدګرو هدف څوک و.
د سیډني د پولیسو مشر په خپله ټوټير پاڼه کې لیکلي دي چې ژر ترژره به د پېښې عاملين ونیسي.















