عنايت عابدزی
١- حقيقي پيسه دار هغه کس دى چې لاس يې د بل پيسو ته نه وي نيولى (حضرت محمد ﷺ)
۲- ډېره پيسه زړه سختوى او ګناهونو ته لاره حواروي (حضرت علي )
٣-کله چې د پيسو کڅوړه کوم کورته داخله شي هنر د هغه کور څخه کډه کوي(لوګو)
٤- که غواړې د پيسو په قدر پوه شئ قرض وکړئ (فرانکلين)
٥- په پيسو باندې عزت نشو تر لاسه کولاى (حجازي)
۶-که اجتماع د ونې سره تشبيه کړو نو پيسه د ونې اوبه دي.
٧- عام خلک مالدار محترم ګڼي او خاص خلک پوهان (ناپليون)
٨- واقعى پيسه دار هغه کس دى چې دده له پيسو بل ته خير ورسېږي (سوچېن)
٩-د پيسه دار کېدلو ډېره اسانه طريقه ددوه شيانو يوځاى کول دي (کار او قناعت) (فرانکلين)
١٠- وختي ويده کېدل او وختې پاڅېدل انسان سالم غني او عاقل جوړوي (فرانکلين)
١١-مسلمان هغه دى چې بل مسلمان يې د لاس او ژبې د ضرر څخه په امن وي.(حضرت محمدﷺ)
١٢- بهترين کسان هغه دي چې له ځانه زياته فايده يې خلکو ته ورسېږي (حضرت محمد ﷺ).
١٣- څومره به ښه وي چې د پيسو څخه مو ژوند کې استفاده کړى وايې نه چې پيسه دار مړ شوى وايې (ډاکټر جانسون)
١٤- پاک لمني افتخار همېشه د دنيا د مال څخه بهتر دى ځکه که عزت يو ځل له انسان څخه لاړ شي په ډېرو پيسو يې نشو تر لاسه کولاى (حضرت علي)
١٥- پيسه پيسه ګټي (متل)
١٦- پيسه د صلحى مور او د جنګ پلار دى (؟)
١٧- په پيسه غذا اخيستلى شو مګر اشتها نه په پيسه د درد دوا اخيستلى شو ولې روغتيا نه په پيسه انډيوالي جوړولى شو خو پاکه او صادقانه نه په پيسه خپل لذت حاصلولي شو خو روح نشو خوشحالولى په پيسه مادې تسکين حاصلولي شئ قلبي نه (؟).
١٨- پيسه د هوښيار انسان غلامه ده او د کم عقل انسان باداره (المانى متل)
١٩- پيسه او تقوا په حقيقت کې د ترازو دوه پلې دي که هر يوه پله ښکته شوه ضرور بله پله پورته کېږي (افلاطون)
٢٠- پيسه په ډېره خوشحالۍ جيب ته راځي مګر په ډېره خواشينۍ بيرته له جيبه وځي (مولير)
٢١-که ټوله دنيا ولټوئ داسې انسانان به ډېر کم وي چې پيسه ونلري (هاندي استانتون)
٢٢- دوه ډلې د پيسو په قدر نه پوهېږي (١- چې مالداره وي ٢- چې ډېر غريب وي )(حسن مقدم)
٢٣- تاجر کېدل آسان دي ولى تاجر پاتي کېدلى ډېر سخت دي (د سوئس د خلکو متل)
٢٤- پيسه د خپل ځان لپاره ولګوئ دا نه چې د پيسى لپاره ځان ولګوئ (لرد آويبورى)
٢٥-خپله زندګي پيسو ته مه وقف کوه پيسه ځان لپاره د زندګۍ وسيله وګڼه (سه)
٢٦- يا زر يا زور يا زارى (؟)
٢٧-د هر چا چې بام لوى وي واوره به يې هم زياته وي.
٢٨-ډېر مال ډېر مسايل.
٢٩-هر چا چې خپل مال او دولت تعليم ته وقف کړ يقيناً د هغه دولت څو برابره به په لاس راوړي (جاپاني متل)
٣٠- قناعت پخپله لوى دولت دى .
٣١-هر کله چې انسان دومره پيسه پيدا کړي چې د دنيا هر شى چې زړه يې غواړي وخوري او وڅکې او په اخره کې ګوري چې معده يې ناروغه ده او نشي کولاى نور خوراک هضم کړي ددې پيسې څخه نه پيسه ښه ده (شاتو بريا)
٣٢- اراده مې وکړه چې پيسه خدمت ته حاضره کړم ومې ليدل چې پخپله د پيسى خدمت ته حاضر شوم.
٣٣- د پيسو په رابطه کولاى شو خلک په درې برخو وويشو.
١- د پيسو نوکر
٢- د پيسو ملګرى
٣- د پيسو مالک (ديل کارنګې)
٣٤-همېشه د يو شي د اخيستلو نه مخکې د هغې د خر څولو سوچ وکړئ (چېنائې متل)
٣٥- د الله پاک نه دومره دولت وغواړه چې درته رسېږي دومره نه چې ضرر درته ورسوي (حجازي)
٣٦- سوچ مې وکړ چې د انسان شپږم حس پيسه ، مال او دارائې ده او نور پينځه حسه له شپږم حس نه پرته مفيد نه دي (سامرست موام)
٣٧- قناعت انسان فقير او غني کوي او غني انسان عاقل جوړوي (الکساندر دوما)
٣٨- د وړو او غير اسلامي خواهشاتو نه ځان وژغورئ ځکه غټه کښتۍ په وړوکې سورلې غرقيدلاى شي.
٣٩-وړه ګناه هېڅکله وړه مه ګڼه ځکه که انسان وړوکې مار وچېچې انسان وژني .















