ساینسي خبر
راپور -لاروی
تراوسه پورې چې موږ په خپلو مبایلونوکې کومه بټري استعمالوو هغه ترهغې چې ترې کاراخستل کیږي په سلګونو او زرګونو ځلې چارچیږي چې بالاخره په زیات استعمال اوچارج ورکولو خپل فعالیت له لاسه ورکړي .
امریکایی ساینسپوهانو په خپلو تجربوسره دمبایل یوه بټري جوړه کړې چې هغه دټول عمر لپاره لکه دمبایل یانورو الکترونیکي سامانونو کارکوي او کله چې په زیات استعمال له کاره ولویږي هغه ېې دکار وروستۍ شیبه وي .
دا اوس چې موږ په خپلو مبایلونوکی کومه بټري استعمالوو دا وخت په وخت چارج ته اړتیالري خو امریکايي ساینسپوهانو چې کومه نوې بټري جوړه کړه هغه چارج کولو ته اړتیا پدې نلري چې دساینسپوهانو په وېنا نوې جوړه شوې بټري په سیم او مبایل دخبروکولو څخه جارج اخلي .
لومړی چې دمبایل بټري جوړه شوه هغه ډیره په ساده جوړښت سره بازارته راوتلې وه چې دوخت په تیریدو سره پکې پنځه ځلې تغیر راوستل شو، په نوې جوړه بټرۍ کې دنوي الکترونیکي سستم څخه کار اخستل شوی طلايي رنګ لري دمبایل په څیرترڅو چې توان لري ترهغې چارج ته اړتیانلري .
امریکایی ساینسپوهان وايي په نورو تردې غوره بټري جوړولو هم غورکوي خو دا بټري دنورو ګټوترڅنګ دمبایل سستم او سیم دتوان په لوړولو کې هم مرسته کوي .
















