سرلیکنه
په ۲۰۱۴کې چې دبهرنیوپوځونو دجنګي ماموریت موده سرته ورسیده، دباګرام دزندانیانو دمخه په هېوادکې د دولتي زندانونو نه علاوه په امریکايي پوځي مرکزونو کې یوشمیرزندانیان چې دګوانتناموزندان ته نه وو لیږل شوي، هغه هم دافغاني زندانونو مسئولینوته وسپارل شول، چې په محکموکې ېې دوسیی له سره څیړل کیږي .
په دې زندانیانو کې دعدليي او قضايي چارواکو په وینا یوشمیر داسې زندانیان هم شته چې داعدام حکم پرې شویدی خو لاېې نهايي مرحله سرته نه ده رسیدلې ، دروان کال دوري دمیاشتې په یودیرشمه چې په کابل پلازمینه کې ځانمرګی بریدوشو او پکې تر۶۴پورې کسانو ووژل شول تردوه نیم سوو زیات ژوبل شول دملي یووالي پرحکومت نیوکې زیاتې شوې چې دمخالفو وسلوالو په سزا عملي کولو کې نرمي کوي.
تراوسه پورې چې په هېواد کې څومره مرګونې پیښې شوې دي دولت ېې پړه یاپه مخالفو وسلوالو طالبانو اچولې او یاېې ویلي چې پیښه له هېواده بهر طرحه شوې خو دتیرې اوري دمیاشتې دیودیرشمې پیښه دولت مخکې لدې چې په غاړه ېې واخلي دولت طالبان ګرم وبلل ، اولسمشر محمد اشرف غني دملي شورا په ودانۍ کې جوړې شوې غونډې ته وویل څوک چې مو وینه تویوي سخت چلند به ورسره کوو یاداچې څو ک جنګ راسره کوي دهغوئ سره به دجنګ لاره نیسو.
یوشمیر افغان سیاستوال په دې فکردي چې طالبانو پردولتي ځواکونو خپل بریدونه په دې زیات کړل چې دسولې په اړه پرې خپل شرطونه ومني او اشرف غني دمخالفو وسلوالو پرخلاف خپله لهجه په دې تونده کړه او عدليي او قضايي ارګانونه ته ېې پراعدام محکوم شوو زندانیانو ددوسیو دڅیړنو دنهاېې کولو امرورکړ ترڅو هغه څه پرطالبانو ومني کوم چې ېې نه منې.
دامهال په زندانونوکې زیات خلک په بیلا بیلو جرمونوتورن او ککړزندانیان شته ، داولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې اولسمشر ته دتوشیح لپاره لیږلو شوو پراعدام محکوموشوو زندنیانو دوسیوو کې دسیاسي زندانیانو دوسیې نشته .
اوس دانده واضح چې اولسمشر دکومو پراعدام محکوموزندانیانو پراعدامونو امرصادره وي په دولت کې خو یواځې وسلوال طالبان زندانیان نه دي او نه یواځې په زندانونو کې د بندومجرمینو دوسیي ترڅیړنولاندې دي په ورتیرو ۳۶کالو او هم دتیرو ۱۵کالو راپدیخوا چې چا په ډله ییزه توګه بې ګناه افغانان وژلي دي اولسمشر دهغوپه اړه څه کوي؟
او هم عدلېې او قضاېې بنسټونو ته دهغوې په اړه څه ډول حکم کوي ؟
دهغوې پردوسیوڅه ډول لاس لیک کوي؟
او یادهغوې په اړه درې ګونو محکومو څه ډول پریکړې کړیدي؟
ايا دتیروجګړوپه جریان کې دسلګونو اوزرګونو بې ګناه افغانانو قاتلین داعدام وړندي ؟
آیاهغوي مجرمین ندي ؟
که اولسمشردخپل هېواد امن غواړي او وايي چې په اعدامونو به دنیوکو ځواب ووايي بیاخو دهر بې ګناه افغان قاتل باید اعدام شي . دانه چې یو قاتل دې په مصلحت ترڅنګ ناست وي بل ته دې دواکمنۍ ددوام لپاره لوړ پوست ورکړل شوی وي او درېم دې اعدامیږي.!!
که اولسمشر ځان دڅو زندانیانو چې په اعدام محکوم شویدي دهغوپه دعدام په لاس لیک خلاصوي او دهغه په وینا په هېواد کې امن راولي نوبیاخو به داولس دنورو نیوکو سره هم مخ شي.
اولسمشر چې قضایه او عدلېې ته پراعدام دمحکومو زندانیانو ددوسیو له سره دغور او څیړنې سپارښتنه کوي دهغو قاتلینو چې لاسونه ېې دبې ګناه افغانانو په وینو ترڅنګلو پورې سره دي دهغوې په اړه په څه امرکوي او عدلیی او قضایه بنسټونوته به څه ډول سپارښتنه کوي ؟
اولسمشر باید په دې اړه پوره غوروکړي نه چې له یوې لومې ځان خلاصوي او په دووکې راګیرشي .
دکابل پلازمېنې دځانمرګي پیښې را وروسته چې داولسمشر لهجه تونده شوې داپه اصل کې دپرلپسې نیوکو له امله تونده ده فکر نه کوم چې اولسمشر به پراعدام انتظار زندانیانو له یوه مخه داعدام حکم صادرکړي په دې به پوره غورکوي او دټولو راتلونکو بدوپایلو هره خوا به سنجوي که دڅوتنو پراعدام محکومو مخالف وسلوالو پر اعدام ېې لاس لیک وکړ دنورو قاتلینو په اړه به څه تصمیم نیسي؟
که بیا پرې دجهاد ددورې دشهیدانو کورنۍ اعتراضونه وکړي دهغوۍ په مقابل کې به څه ځواب وایی ؟
په اصل کې دقانون حاکمیت دویرې اچونې معنا نلري دا د اولس دهوسا ژوند دپاره عملي کیږي خو سوال دادی چې قانون باید په ټولو مجرمینو او قاتلینو تطبیق کړل شي .
که یوشمیردهېواد دامن مخالفین وايي چې هرنیول شوی ددولت مخالف وسلوال دې په څوکلن بند محکوم او یادې اعدام شي قانون دانه اجابوي محکمه دعدالت په مراعت کولو او قانو ن په تطبیق کولو سره هرنیول شوی پریښودلی ، زنداني کولی او اعدامولی شي خو په ټولو مواردوکې محکمه باید پوره دقت وکړي ځکه داعدام یونوم ژونداخستل هم دي ژوند چې یوځل واخستل شو بیا نه راګرځي .
دملګروملتونو دبشري حقوقو اداره ټینګارکوي چې په اعدامونه سره مسئلې نه حل کیږي باید دهغو کړنو مخه ونیول شي چې اعدام ته پرې یو وګړی رسیږي ، په یوشمیر هیوادونو لکه ایران ، چین، پاکستان، سعودي عربستان اونوروهېوادونوکي اعدامونه کیږي دملګروملتونو دبشري حقوقو اداری ټولو یادوهېوادونوته خبر ورکړی چې داعدامونو د علتونو مخه ونیسي .
دافغانستان داساسي قانون په اوومه ماده کي دعادلانه محکمې وروسته دیوه مجرم چې داعدام وړاعمال ېې سره ته رسولي وي داعدام حکم شته ، او حکومت مسئولیت لري چې دعادلانه محکمې حکم عملي کړي اولسمشر باید خپله پاملرنه یواځې اعدامونو ته وانه ړوي په زندانونو کې چې په کلونو کلونو زندانیان دعدالت دپلي کولو په انتظار شپې سباکوي دهغوې په اړه دې هم ځان جدي کړي چې زیات شمیر زندانیان دجرم دثبوت نه بغیر او بې له څیړنو په زندانونوکې پراته دي .
که محکمه عادلانه پریکړه وکړي قاتلین به هم اولسمشرته په لیږونکي لست کې شامل کړل شي او داعدام ترامرلاندې به راشي کوم چې داولسمشر یوه اوبل لوري ته ناست دي ځکه خو وایو چې اولسمشر دکومو پراعدام محکوم شووپه اعدام لاس لیک کوي.؟















