اوس له غمه دشفق هم سترګې سرې شوې

شاعر/ استاد جهادالله

دلته غم دی دلته زړونه په سلګو دي

مړاوې هیلې، ارمانونه په سلګو دي

دلته اوري د غمونو بارانــــــونه
ګودرونه چنارونه په سلګو دي

هم له ګل هم له بلبله وینې څاڅي
بوراګان او ګلابونه په سلګو دي

اوس له غمه دشفق هم سترګې سرې شوې
اوس دستورو امیلونه په سلګو دي

چې شهید کلي ته راشي بیرته درومي
ډېر د زاڼو قطارونه په سلګو دي

د زړه زنګ په ترنم کې شپونکی وایي
دشپیلیــــو اوازونه په سلګو دي

هغه ګل او نوراني طالب شهیــد شو
ګرد وهلي کتابونـه په سلګو دي

شینکی خال اوتش باڼه ستایلی نشي
اوس مې زامه، قلمونه په سلګو دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button