د میدان وردګو جلګې ولسوالۍ د طالب ځواکونو له لورې تر کلکې محاصرې لاندې ده

کابل ټکی کام ۱۱غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له میدان وردګو څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت د جلګې ولسوالۍ د طالب ځواکونو له لورې تر کلکې محاصرې لاندې ده.

خبرونه وايي، چې دغه ولسوالۍ ته ټولې تلونکې لارې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

له وردګو ولایت څخه خبرونه وایي، دغه لارې طالبانو په ټولیزه توګه تړلي دي، چې له کبله یې افغان ځواکونه نه شي کولی، تر څو ولسوالۍ ته د ځمکې له لارې اکمالات ورسوي.

خبر زیاتوي، چې د دغې ولسوالۍ مرکز د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button