شعر: مفتون
هرڅه دی منمه جانانه پوره وړی دې یم
زما دټول عمر ارمانه پوره وړی دې یم
دوخت مغرور شاهان می تانه لوګی کړی نه دې
زما ملنګه طالب جانه پوره وړی دی یم
چې په خپل ځان او په جهان مې حاکم کړی نه يې
نوتر هغو پوري قرآنه پوره وړی دې یم
که شهادت غا ړه رانکړه خامخا درځمه
زه مجاهد یمه زندانه پوره وړی دې یم
په پرهرونو مې سنګار نکړې شهید مي نکړې
بښنه غواړم خپله ځانه پوره وړی دې یم
ما ستا دپلار دقاتلانو سینې څيري نکړې
اې دیتیم څيري ګریوانه پوره وړی دې یم
غسل په وینو درکوم په تا احسان نکوم
زما ښایسته افغانستانه پوره وړی دې یم
تابرګ کتلي دی جهانه پوره وړی مې يې
ما څملولی يې جهانه پوره وړی دی یم
ډیر عجیبه یمه زړګی هم رانه تاوړی دی
بیا درته هم وایم چې ګرانه پوره وړی دې یم
موري مرګی شته دی قیامت شته دی پوښتنه شته دی
مفتون بخشش غواړم له تانه پوره وړی دې یم
دوشنبه(۱۳۹۵دغويي ۱۳)


















