د هرات شینډنډ کې د ملي اردو ځواکونو د توپونو ډزو، ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۴غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له هرات ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو له لورې د توپونو په ډزو کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرونه وايي، دغه پېښه چې تېره ورځ مازدیګر مهال د دغې ولسوالۍ په زیرکوه سیمه کې رامنځته شوه.
د هرات د ولایتي شورا پخواني غړي نور محمد ظریفي هم رسنیو ته د یادې پېښې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې د ملي اردو ځواکونو په یاده سیمه د توپونو ډزې کولې.
د خبرونو پر اساس چې په دغو بریدونو کې ۳ ماشومان وژل شوي، د یوې مېرمنې په ګډون ۴ تنه ماشومان ټپیان شوي دي.
خبرونه وایي، چې د ځاني تلفاتو تر څنګ دغو بریدونو مالي زیانونه هم اړولي دي.
د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.



