خال مې د کونډې پر مخ ولید

ع.اسدخیل

له هغې ورځې راهېسې چې په جرمني کې یو څو اوباشو ډلګیو اسلام ته د سپکاوي په موخه د قرآن کریم نسخو ته اور ورته کړ او ورپسې یې ددغه کرغیړن منظر ویډیوګانې نړیوالو ته د نټ له لارې د نندارې لپاره خپرې کړې، د دې ویډیو په کتلو سره د ډیرې مسلمانانو احساسات را وپاریدل، چې له امله یې ډیری هیوادونه د یو زیات شمیر ترخو پیښوشاهدوو، او د بشریت دا پراخه نړۍ پر خلکو تنګه کړای شوه.

ورپسې ځینو نورو د عناد او حسد نه ډکو ځناور صفته انسانانوهمدغه ناوړه عمل ته تکراراً لاس واچاوه، او په یو او بل هیواد کې یې د قرآن کریم د سپکاوي ویډیوګانې جوړې او په فیسبوکونو کې خپرې کړې، خو د خدای تعالی له دې وینا نه غافل چې فرمایلي دي:

 انا نحن نزلنا الذکر و انا له لحافظون

یعنی دا قرآن مونږ نازل کړی او مونږ یې ساتونکي یو.

ورپسې ډیری ماډرن جاهلانو هم جرئت پیدا کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپکاوي په موخه یې د رسول الله د  شان سره نا مناسب کارتونونه جوړ او پر یوټوب ویب پاڼه یې نړیوالو ته خپاره کړل چې خپلې منحوسې څیرې یې د بشریت ټولو ټولنو ته څرګندې کړې، او بالآخره د ډیرې مسلمانانو پر زخمونو د مالګې په اچولو یې د هغوی احساسات نور هم زخمي کړل.

خو بیا هم دغه شرمیدلی او جاهل انسانان د خدای تعالی له دې اعلان نه ناخبره وو چې:

یریدون أن یطفؤا نور الله بأفواههم والله متم نوره ولو کره الکافرون.

یعنې: دوی غواړي چی په خپلو خولو سره د الله تعالی نور او رڼا ګُل کړي خو الله تعالی خپل نور او رڼا پوره کوي، سره له دې چې کافران یې بد ګڼي.

ویلای شو چې دغه ډول ناوړه هڅې د دغو وحشی صفته انسانانو کوم نوی ابتکار نه و چې د اسلام په وړاندې یې په لاره واچولې، بلکې دغه ډول هڅې د اسلام له نزول سره سمې پیل شوي دي او تر قیامته په ادامه ولري، ځکه چې دا د حق او د باطل مقابله ده.

وقل جاء الحق وزهق الباطل، ان الباطل کان زهوقا()

یعنی: او ته ورته ووایه (ای پیغمبره!) چې حق راغی او باطل له مینځه ولاړ او باطل حتماً له مینځه تلونکی وي.

د دې ناخبره انسانانو هڅې به روانې وي خو هیڅکه به په دې بریالۍ نشي چې اسلام لاندې کړي او دوی پرېغلبه ترلاسه کړای شي. ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې زیری ورکړی دی چې:

الاسلام یَعلو ولا یُعلی علیه.

یعنی اسلام به پورته (غالب) کیږي او بل څه شی به پرې نه پورته کیږي (مغلوب کیدی نشي).

د پخواني زوړ جاهلیت نه تر ننني ماډرن او عصري جاهلیت پورې دغه هڅې شوي او لا به هم کیږي، خو پرته له دې چې خپل ځانونه بې ځایه ستړی، رسوا او شرمنده کړي نور هیڅ هم لاس ته نشي راوړای.

اوس ټول نړیوال ګوري چې کفري ځواکونه ورو ورو د حقایقو خواته نږدې کیږي او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې اسلام داسې دین ندی چې کوم قدرت به وکولای شي هغه نسکور کړي.

نو ځکه ویلای شو چې دآیسسکوESCWAسازمان تازه خو ډیر ناوخته اعلان او اعتراف ټول اسلامي امت ته یو ستر افتخاراو سر لوړی وربخښي او ټولو کینه کښو او د اسلام سره نه پخلا کیدونکو دښمنانو ته یوه غښتلې ګوت څنډنه ده.

دغه سازمان چې یو غیر اسلامي سازمان دی څو ورځې وړاندې اعلان کړه چې:

(د نړیوالو قوانینو له مخې د اسلام دین ته سپکاوي منع کړای شو).

نو د پښتو د دې  لنډې مطابق ویلای شو چې:

خال مې د کونډې پر مخ ولید

نجونې دې خوارې شي چې ډېر نه ږدي خالونه

چې غیر اسلامي سازمان د اسلام د حقانیت ننګه کوي نو چې اوس مسلمانان د خپل سپیڅلي دین ساتنه نه کوي نو به یې کله کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button