کابل ټکی کام دوشنبه ، وږی۳۱ مه ۱۳۹۴
راپور: محمد سميع سعادت
امریکا کې د روان ۲۰۱۵م کال په اوږدو کې ۷۰۳ تنه د پولیسو له لوري په بیلابیلو پېښوکې وژل شوي دي.
په دې اړه د امریکاچاپ «واشنټن پوسټ» ورځ پاڼې یو ځانګړی راپور خپور کړی، پکې راغلي دي چې ۲۰۱۵ کال کې څه د پاسه ۷۰۰ تنه د پولیسو لخوا په ډزو وژل شوي.
راپور زیاتوي چې د تېرې سه شنبې په ورځ هم یو ځوان امريکايي پولیسو په یوه برید کې وواژه، چې شمېره يي ۷۰۳ تنو ته ورسېده .
دغه راز راپور وايي چې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وژل شویو احصائیه ۴۶۳ تنو ته رسېدلې وه، او ۲۴۰يي په ورستیو دریو میاشتو کې وژل شوي دي.
راپور داهم ويلي دي چې په وژل شویو کې ډېری يې وسلوال ول، او کم شمېر يي بې وسلو، اګر که دغه احصائیه د فدرال څېړنيز دفتر له لورې لوړه ښودل شوې، خوFBI بیادغه احصائیه دوه چنده ښيي.
د یادونې وړه ده چې په دې وروستیو کلونو کې د امريکا متحده ایالاتو امنیتي چارې مخ په خرابېدو دي، آن تردې پورې چې ډېرو خوندي ځايونو کې نا امني او پېښې رامنځ ته شوي دي چې ښونځي، پوهنتونونه او د استخبارات دفترونه هم د پېښو او نا امنيو شاهد وو.



















