جوزجان : طالبانو قوشتپه کې پوسته نيولې ۱۰تنه يي وژلي ۲ يي ژوندي نيولي

کابل ټکی کام ۳۱وږی/۱۳۹۴

راپور: حماس افغان

طالبانو جوزجان ولايت قوشتپه ولسوالۍ کې یوه امنيتي پوسته نيولې ۱۰ تنه عسکر  يي قتل کړي او ۲ يي ژوندې بيولي دي.

جوزجان ولايت څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې پوسته د قوشتيپې ولسوالۍ بازار ته نزدې پرته ده، چې شاوخوا د شپې دوه بجې طالبانو له بريد لاندې ونيوه او نیم ساعت جګړې وروسته يي په بشپړه توګه خپل ولکې لاندې راوسته.

طالبانو د یادې پوستې د نيولو دعوه کړې ويلي دي، چې پوسته کې يي ۱۰ تنه عسکر وژلي او ۲ يي ژوندې بیولي .

د طالبانو په وینا پوسته کې ۲ميله پیکاماشیندار،۱۰ميله کلاشینکوفونه،۱راکټ لانجر،۱هاوان او ګڼ شمېر مهمات د دوي ترلاسته ورغلي دي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button