یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

دا هم صدقه ده !

kabull نشرونکی: kabull
سپتمبر 22, 2015
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
9
ځلې شریک شوی
112
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: استاذ نورالله خان احمدزی

د صدقې ګڼ شمېر برخې او ډولونه دي، هره صدقه بېل بېل اجر او حکمت لري، لاندې یو څو احادیث د صدقې په هکله ستاسو مخې ته ذکر کوم.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : كُلُّ سُلَامَى مِنَ النَّاسِ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ كُلَّ يَوْمٍ تَطْلُعُ فِيهِ الشَّمْسُ : تَعْدِلُ بَيْنَ اثْنَيْنِ صَدَقَةٌ ، وَتُعِينُ الرَّجُلَ فِي دَابَّتِهِ ، فَتَحْمِلُهُ عَلَيْهَا ، أَوْ تَرْفَعُ لَهُ عَلَيْهَا مَتَاعَهُ صَدَقَةٌ ، وَالْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ صَدَقَةٌ ، وَبِكُلِّ خُطْوَةٍ تَمْشِيهَا إِلَى الصَّلَاةِ صَدَقَةٌ ، وَتُمِيطُ الْأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ صَدَقَةٌ . رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ .

ژباړه: ابو هریره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: هره ورځ چې لمر راخیژي د خلکو په هر يوه بنده صدقه واجب ده، که د دوو کسانو ترمنځ په انصاف فيصله وکړي دا صدقه ده، که د چا سره په سپرلۍ کې مرسته وکړي سپور ېې کړي یا څه سامان ورسره پورته کړي دا صدقه ده، او خوږه او نرمه خبره صدقه ده، او هر قدم چې د لمانځه له پاره جومات ته اخلي دا صدقه ده، او د لاري څخه د تکليف شي لري کول صدقه ده.

عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ الْجُهَنِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” ظِلُّ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ صَدَقَتُهُ “.شرح مشکل الآثار للطحاوی ۳۸۳۶)

ژباړه: عقبه بن عامر جهنی رضي الله عنه وایي: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د مسلمان لپاره سیوری د قیامت په ورځ کې دده صدقه ده

عَنْ أَبِي ذَرٍّ ، قَالَ. قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. تَبَسُّمُكَ فِي وَجْهِ أَخِيكَ صَدَقَةٌ لَكَ ، وَأَمْرُكَ بِالْمَعْرُوفِ ، وَنَهْيُكَ عَنِ الْمُنْكَرِ صَدَقَةٌ ، وَإِرْشَادُكَ الرَّجُلَ فِي أَرْضِ الضَّلاَلَةِ لَكَ صَدَقَةٌ ، وَإِمَاطَتُكَ الأذى وَالشَّوْكَ وَالْعَظْمَ عَنِ الطَّرِيقِ لَكَ صَدَقَةٌ ، وَإِفْرَاغُكَ مِنْ دَلْوِكَ فِي دَلْوِ أَخِيكَ لَكَ صَدَقَةٌ ( رواه الترمذي ).

ژباړه: د حضرت ابو ذر رضى الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:  ستا د خپل ورور مخته کتل او مسکا کېدل صدقه ده او ستا د لږې نېکۍ حکم کول صدقه ده او ستا د لږې بدۍ څخه منع کول صدقه ده او لار  ورکونکو ته لار ښوونه هم صدقه ده او ستا په لاره کې تکليف رسونکى شى لکه ( هډوکى ، اغزی او نور)  لرې کول هم صدقه ده.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: إِنَّ صَدَقَةَ الْمُسْلِمِ تَزِيدُ فِي الْعُمُرِ، وَتَمْنَعُ مِيتَةَ السُّوءِ، وَيُذْهِبُ اللَّهُ بِهَا الْكِبْرَ وَالْفَخْرَ. طبراني الکبیر، الترغیب والترهیب

ژباړه: د مسلمان صدقه د هغه په عمر کې زیاتوالی راولي او د بد مرګ څخه يې ساتي او الله تعالی  ددې صدقې په ذریعه  د تکبر او فخر  مرضونه  لرې کوي.

په حدیث شریف کې راغلي چې د انسان په بدن کې  درې سوه او شپیته  ۳۶۰  جوړونه  دي دې لپاره ضروري دي چې د هر جوړ لپاره هره ورځ یوه صدقه ورکړل شي …. اصحابو کرامو عرض وکړ چې یارسول الله (صلی الله علیه وسلم)! چا ته ددې طاقت دی چې هره ورځ د۳۶۰  جوړونو لپاره صدقه ورکړي؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په مسجد کې چې کومه ګندګي لکه خزلې یا ډکي وغیره پراته وي هغه لرې کول هم صدقه ده ….. له لارې څخه د مضر او تکلیف رسونکي شي لرې کول هم صدقه ده …. د څاښت دوه رکعته لمونځ د ټولو قائم مقام یا ځای ناستي جوړیږي …. دې لپاره په لمونځ کې هر جوړ د الله تعالی په عبادت سره په حرکت راځي …. د دوه کسانو ترمنځ انصاف کول هم صدقه ده ….  یو کس په سوارلي کښینول یا مرسته ورسره کول هم صدقه ده …. سپور کس ته سامان پورته کول هم صدقه ده …. لا اله الا الله محمد رسول الله لوستل هم صدقه ده …. هر هغه ګام چې د لمونځ کولو لپاره پورته شوی هغه هم صدقه ده …. یو کس چې لاره یې ورکه کړي وي هغه ته لاره ښوول هم صدقه ده …. هره روژه صدقه ده …. حج صدقه ده …. سبحان الله، الحمدلله، الله اکبر لوستل هم صدقه ده.

لاره کې د تلو پر وخت چا ته سلام اچول هم صدقه ده … د نیکي حکم کول هم صدقه ده …. له بدي څخه منع کول هم صدقه ده … پخپل اهل او عیال باندې خرڅ کول یوه عظیمه صدقه ده … د کمزورو خلکو سره زړه سواندۍ کول هم صدقه ده …. هره نیکي که څه هم په لیدو کې سپکه وي لیکن په ثواب کې هغه د صدقې برابره وي…. د کوم ناتوانه کس د تعلیم لګښت په غاړه اخیستل هم صدقه ده …. له مسلمان سره په مسکا سره ملاقات کول هم صدقه ده …. کوم کس ته دیني مسئله بیانول او ښودل هم صدقه ده.

الغرض هره نیکي صدقه ده لیکن ددې تاثیر هغه وخت کې په نظر راځي کله چې هغه کس د خپلي ذمې حقوق او فرائض ادا کړي او خپله معامله له الله تعالی سره سمه کړي ــ لدې څخه بغیر نیکي خپل برکتونه نشي ښکاره کولی ــ دې لپاره دا پورته ذکر شوي نیکي چې په صدقه کې ګڼل کیږي هغو کې د وزن او تاثیر پیداکولو لپاره ضروري دي چې موږ د الله تعالی له نافرماني څخه ځان وساتو او د الله تعالی ارشادات ومنو او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په طریقه ژوند تیر کړو.

مخکینې مطلب

طالبانو د خپل نوي مشر ملا اختر محمد منصور په نامه د اختر پیغام خپور کړ

بل مطلب

امریکا: په روان ۲۰۱۵ کال کې ۷۰۳ تنه د پولیسو په ډزو وژل شوي دي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com