کابل ټکی کام ۱۶غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د فلسطین د حماس اسلامي جهادي تنظیم د پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ اسرائیلو ته خبردارۍ ورکړی دی، تر څوله غزې تړانګې پښې سپکې کړي.
دغه غورځنګ چې د اسرائیلو پر خلاف په فلسطین کې مبارزه کوي، پر غزه د اسرائیلو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي دي، چې دوی به پر غزه باندې د اسرائیلو بریدونو ته اجازه ور نه کړي.
د عزالدین قسام غونډ له لورې دغه اعلامیه پر غزه د اسرائیلو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې خپره شوې ده.
«صهیونیست دښمن دې پر غزه د حملې پلان نه لټوي، او ژر دې له غزې تړانګې پښې سپکې کړي، تر څو د خلکو اندېښنې ختمې شي.»
اعلامیه کې راغلي دي، چې له تېرې سه شنبې راهیسې پر غزې تړانګې د اسرائیلي پوځ له خوا تیري دوام لري، چې دا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کړي لاسلیک څخه ښکاره خلاف ورزي ده.


















