«د ترهګرو پر وړاندې د اعدام سزا د حل لاره نه ده»

کابل ټکی کام ۱۶غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د بښنې د نړیوال سازمان له لورې په وروستۍ خپره شوې خبرپاڼه کې چې سرلیک یې «د ترهګرو پر وړاندې د اعدام سزا د حل لاره نه ده» دی، له ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې ده، تر څو د طالب بندیانو د اعدامولو حکمونه لاسلیک نه کړي.

د بښنې نړیوال سازمان دا غوښتنه وروسته له هغې کوي، چې د اشرف غني له لورې په پارلمان کې د وینا پر مهال له طالبانو سره د سولې پر ځای جګړه اعلان شوه، او د هغوی د اعدام پرېکړه یې وکړه.

طالبانو د ولسمشر غني د دغې پرېکړې په غبرګون یوه اعلامیه خپره کړه، چې افغان حکومت ته یې ګواښ کړی وو، که یې بندیان اعدام شول، نو له دوی سره شته بندیان به هم ورته سزا وویني، او ټولو قضايي او څارنوالي ارگانونو ته یې د بریدیونو اخطار ورکړ.

طالبانو د بښنې له نړیوال سازمان څخه غوښتنه کړې وه، تر څو د ولسمشر غني د دغې پرېکړې د لاسلیک مخه ونیسي.

دغه پرېکړه چې تراوسه پورې نه ده لاسلیک شوې، پر اعدام د محکومو طالب بندیانو لست د ولسمشر غني پر مېز پروت دی، او د نوموړي د لاسلیک په تمه دی.

د یادولو ده، چې طالبانو د تېرې حمل میاشتې په ۳۱ مه نېته د سه شنبې پر ورځ د ملي امنیت د رجال برجسته پر دفتر برید ترسره کړ، چې خورا توند او دروند وو، په پایله کې یې په سلګونو مهمو امنیتي کارمندانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button