راپور: حماس افغان
نن غرمه شاوخوا لس بجې د افغانستان دبلخ ولایت د دولت آباد د ولسوالۍ امنیه قومندان سره له ۴ تنو ساتونکو د سرک په غاړه د ماين چاودنې خوراک شو.
بلخ ولایت د والي ویاندمنیر فرهاد د پیښې پخلی کړی او ویلي يي دي، چې د دولت آباد د امنیه قومندان په موټر د یادې شوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ماین خونړي چاودنه شوې.
فرهاد دغه راز زیاته کړې، چې د دولت آباد د امنیه قومندان حیات الله په دغه پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ ساتونکي پولیس چې موټرکې ورسره سپاره وو هم وژل شوي دي.
د بريد مسؤلیت تراوسه چا په غاړه نه ده منلی، خو باید وويل شي چې دیته ورته بريدونه ډېری د طالبانو له لوري ترسره کيږي.
د بلخ والي عطامحمد نور څه موده مخکې ويلي وه چې د بلخ ډیری سیمې اګر که د طالبانو اغیزمنې کړي دي خو بیا هم دوی یو لړ عملیات تر سره کړي.


















