
دزړه ناروغي
لیک حکیم سمیع الله
دزړه ناروغي چې اوس یې نړیواله بڼه موندلې ده په پرمختللو او وروسته پاتې ټولو هېوادنونوکې ترې په زرګونوانسانان مري دمعلوماتو له مخې هرکال په افغانستان کې دزړه له ناروغۍ تردیرش زرو پوری افغانان مري، که څه هم دزړه دناروغۍ له امله یوشمیر شتمن افغانان نوروبهرنیوهېوادونه ته د درملنې لپاره ځي اوخپله درملنه دمالي لګښت په زورکوي خو بیاهم افغانان دیوې لوېې ستونزې سره مخ دي.
لس کاله وړاندې په نړیواله کچه په افغانستان کې دنړیوال روغتیايي سازمان له لوري او په کابل کې دسرې میاشتي په وسیله دکم عمره ماشومانو لپاره په وړیاتوګه چې له هېواده بهربه ېې درملنه کیده ا و لګښت به ېې دنړیوال روغتیايي سازمان لخوا ورکول کیده یوڅه ستونزه حل وه خو اوس هېواد ددي لويي ستونزې په ګاللو سره هرکال ۳۰زره دزړه ناروغان دلاسه ورکوی.
دوه اونۍ دمخه په کندهار کې دزړه دنازوغۍ په اړه یو سیمینار جوړشو چې پکې دزړه دناروغۍ په اړه روغتیاپوهانو هراړخیز بحثونه وکړل وې ویل:
زموږ ټولنه یوه وروسته پاتي او بې وزله ټولنه ده لومړی باید دزړه دناروغۍ دعواملو مخه او بیا يي ددرملني په اړه تدابیرونیول شي ځکه دزړه دناروغۍ درملنه زمونږ دافغانانو په وس پوره نده؛ هغه لګښت چې دزړه په درملنه راځي هغه نشي پوره کولای .
په سمینار کې وویل شول دمالګې دډیر استعمال اوهم دډیرو غوړیو څخه باید ډډه وکړل شي او هغه اشخاص چې ښه صحت ولري باید فیزیکي حرکات یعنې ورزش خپله ورځنۍ دنده وګرځوي.
که وس ېې وشي تفریحي ځایونو ته ولاړشي او له خوابدیو څخه په لاس رسي سره ځان وژوغوري .
زموږ هېواد کې تراوسه پورې دزړه دناروغي کوم ځانګړی روغتون نشته ټول شتمن دزړه ناروغان بهرنیوهیوادونوته ددرملني لپاره ځي بدبختانه په هیوادکې مو دمیلیونونو ډالروپه لګښتونو دنورو ناروغیو ترڅنګ دزړه دناروغۍ درملنه شونې نده
غوره داده چې هېوادوال دزړه دناروغیو دلاملونو څخه ځانونه وژغوري .



