د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یو افغان سرتیري پر بهرنیانو ډزې کړي

کابل ټکی کام فرید احمد
تازه رارسیدلي راپورنه وايي، نن د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې د افغان سرتېرو د روزنې پر مهال یوه افغان سرتیري په رومانیايي عسکرو ډزې کړي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
له کندهار څخه یوې ځايي سرچینې زمونږ همکار ته ویلي دي، چې په برید کې لږ ترلږه دوه رومانیايي سرتېري وژل شوي او یو یې ټپي شوی دی.
له ډزو وروسته افغان سرتېري په شاجور کې مرمۍ خلاصې شوي دي، چې د تېښتې هڅه یې کوله د نورو سرتېرو له لوري پرې ډزې وشوې او نوموړی هم ووژل شو.
د افغان سرتېرو له لوري اکثر وخت داسې پېښې هغه وخت رامینځ ته کېږي کله چې بهرني صلیبیان پر افغان ناموس تېرۍ وکړي او یا هم د افغاني عنعنو او دیني مقدساتو سپکاوۍ وکړي.
تراوسه د پېښې لامل نه دی څرګند چې د څه په غبرګون کې دا بهرنیان د افغان سرتیري له لوري وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button