پاکستان: کراچۍ کې نا پېژانده وسله والو د مدنې ټولنې فعال خرم ذکي وژلی

کابل ټکی کام ۱۹غويي/۱۳۹۵، هلال خاورې

د خبري رسنیو د خبر له مخې چې د پاکستان هېواد په کراچۍ ښار کې نا پېژانده وسله والو د مدني ټولنې یو مخکښ فعال خرم ذکي د ډزو په مټ وژلی دی.

ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي دي، خرم ذکي د نارت ناظم اباد سیمې په سکټر ۱۱م کې په یوه هوټل کې ناست وو، او دوو موټرسایکل سپرو پرې ډزې وکړې.

پولیس وايي، خرم ذکي د پېښې په ځای کې خپله ساه ورکړې ده، او له ده سره یو خبریال او بل لاروی ټپیان شوي دي، چې د خبریال روغتیايي حالت نازک دی.

خرم ذکي د (اېل یو بي پي) په نوم بلاګ ايډېټر او د ټولنیزو اړیکو په وېب پاڼو کې ډېر فعال وو، ډېری شکایتونه به یې هم د ټولنیزو رسنیو له لارې کول.

تراوسه پورې د دغې پېښې پړه چا نه ده منلې، خو پولیس وايي، چې پلټنې یې شروع کړي دي.

د یادولو ده، تېر کال (۲۰۱۵میلادي) کې هم په کراچۍ کې د مدنې ټولنې یوه فعاله سبین محمود د ډزو په مټ وژل شوې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button