د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

راټولونکی : خوږیاڼی

له کابله خپرېدونکو ورځپاڼو خپلې ننۍ سرلیکنې بېلابېلو موضوعاتو ته ځانګړي کړي دي. سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې خپله سرلیکنه په څرخي پله زندان کې د هغه بې برخلیکه بندیانو ته ځانګړې کړې، چې له کلونو راهیسې بې پوښتنې پراته دي؛ خو څوک یې پوښتنه نه کوي.

سرنوشت لیکي«د حکومت په واکمنۍ د طالب جوړونې فابرېکې» سرنوشت د خپلې سرلیکنې پیل د مخکني ولسمشر حامد کرزي په خبرو کړی، چې ویلي وو، بګرام د طالب جوړونې فابریکه ده. سرنوشت زیاتوي«د پخواني ولسمشر دا خبره ډېره مشهوره شوې چې ویل به یې ″ بګرام د طالب جوړونې فابریکه ده″. پخواني ولسمشر به ویل چې بګرام ته زرګونه بې ګناه کسان راوستل شوي دي، ځینې یې تر حد زیات په بند کې ساتل شوي، پر ځینو اسناد نشته او ګڼ نور هم د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو خلاف په بند کې ساتل کیږي. له همدې امله نه یوازې زندانیان د نظام پر وړاندې عقده يي شوي، بلکې د هغوی خپلوان هم له نظام سره عقديي شوي او د مخالفینو لیکو ته ورغلي.»

سرنوشت لیکلي، دغه حالت د کرزي په وخت کې هم وو؛ خو د ګډحکومت په جوړېدو دغه حالت نور هم زیات شو او دولت سره عُقدې زیاتې شوې«دا ناوړه حالت یوازې په بګرام زندان کې نه و، په نورو زندانونو کې هم و. که څه هم حامد کرزي هڅه وکړه چې دا حالت بدل کړي، خو د ملي وحدت د حکومت په راتګ سره یو ځل بیا بګرام له زندانیانو ډک شو او نور زندانونه لا هم له بې ګناه وګړو ډک دي. اوس د مشرانو جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون وايي چې د کابل په څرخي پله زندان کې ٢٢٠٠ بنديان په داسې حال کې بې برخليکه دي چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې دوسيې هېڅ نه دي څېړل شوې. د یاد کمیسیون مشر زلمی زابلی وايي چې د جزا قانون پر بنسټ بايد په ١٠ مياشتو او دېرشو ورځو کې يوه قضيه خپل درې واړه پړاوونه ووهي، خو د څرخي پله په بنديانو کې داسې کسان شته چې اووه کاله مخکې يې لومړنۍ محکمه تر سره شوې، خو تر اوسه يې د استيناف او تميز محکمې حکم نه دى صادر شوى.»

سرنوشت لیکي، د حکومت د کنټرول لاندې زندانونو کې وحشت، بې عدالتي، ناقانوني او سلګونه نورې کیسې هم شته؛ خو حکومت په ټولو چوپه خوله دی او له دغه حالته بندیان او د بندیانو کورنۍ زوریږي او دغه لړۍ تراوسه روانه ده«د افغان حکومت تر کنټرول لاندې زندانونه د بې عدالتۍ، ناقانونۍ او ظلم زرګونه کیسې لري. زموږ په عدلي او قضايي ارګانونو کې د پراخ فساد له امله کله ښکاره قاتلین او جنایتکاران خوشې کیږي، خو کله یو څوک کلونه کلونه په ناقانونه ډول په بند کې تېروي. له همدې امله هغوی چې په زندان کې عقده يي کیږي او په دې ډول زندانونه د اصلاح او توبې ځای نه، بلکې د وسله والو مخالفینو د جوړونې فابریکې دي. هغوی چې په زندان کې دي د ظلم او بې عدالتۍ له امله له نظام څخه کرکه کوي، د هغوی کورنۍ او خپلوان هم د همدې بې عدالتۍ او ظلم له امله د غچ اخیستنې فکر په سر کې ګرځوي. له همدې امله خلاص شوي زندانیان بیا د جګړو لیکو ته ورځي او له حکومت څخه د غچ اخیستو هڅه کوي. په دې ډول زندانونه د وسله والو مخالفینو د جوړونې فابرېکې دي».

سرنوشت په وروستۍ برخه کې لیکي، چې اشرف غني د بندیانو ژمنه لکه د نورو غوندې هېره کړه او بندیان نور هم په بدحالت کې شول«ولسمشر او سترې محکمې بیا بیا د زندانیانو د ستونزو د حل ژمنه کړې ده. ولسمشر د خپل کار په پیل کې ویلي وو چې په دوو اونیو کې به دا ستونزې څېړل کیږي او ولسمشرۍ ماڼۍ به یې د حل لپاره ګام اخلي. دوې اونۍ دوو کلونو ته رسیږي، نو په زندانونو کې ظلم او بې عدالتۍ همداسې روانې دي. سترې محکمې هم بیا بیا ددې ربړې د حل ژمنه کړې، خو دا ژمنې لا هم عملي شوي نه دي. حکومت ته په کار ده چې له سولې او امن سره د مرستې په موخه او دغه راز د عدالت او قانون د واکمنۍ لپاره د زندانیانو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.»

ویسا ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه د پنټاګون نویو خبرو ته ځانګړې کړې او لیکلي یې دي«په پرديو تكيه تر كومه؟!»

ویسا لیکي«دا چې پنټاګون په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو ماموريت ګونګ بللى زموږ ولسي جرګې هم دا جرئت وكړ چې په هېواد كې د بهرنيو پوځيانو د جنګي ماموريت پر ځاى د افغان ځواكونو د پياوړتيا خبره وكړي.» ویسا په دولتي چارواکو نیوکه کړې، چې د خپلو ګټو لپاره د هېواد ګټې قرباني کوي؛ خو د غږ اوچتولو جرئت نه کوي«دلته مو خبره د خپلو چارواكيو، د ولس د استازيو او اړوندو امنيتي مسوولينو په اړه ده، چې موږ ولې ډېر ځله د نړيوالې ټولنې پر مردارو سياستونو پردې ور اچوو؟ ولې په لويه ملي او د هېواد د برخليك اړونده مساله كې پر ډېرو وړوكيو شخصي ګټو قانع يو او هغو ستونزو ته پام نه كوو چې د نړيوالو د دوستانو! د ناوړو ارادو له مخې زموږ پر ولس تپل شوې دي؟»

ویسا په نړیواله ټولنه نیوکه کوي، چې د هېواد ادارې نه رغوي، بلکې دوی غواړي افغانان ورته ټول عمر اړ وي.«نړيواله ټولنه په تېره امريكا له ۱۵كلونو راهيسې له افغان ولس سره ډېره ناځوانمردانه لوبه كوي. زموږ ادارې يې پر پښو ونه درولې، د همدې لپاره چې افغان ولس او حكومت تل د دوى محتاج او د دوى د بربنډو تېريو په مقابل كې چوپ وي.»

هشت صبح ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه تاجکستان ته د ولسمشرغني سفر ته ځانګړې کړې ده. هشت صبح لیکي، ولسمشر غني تاجکستان ته سفر وکړ او له تاجک چارواکو سره یې لیدل کتل وکړل او د افغانستان او تاجکستان په اړیکو سره وغږیدل. د هشت صبح له قوله، افغانستان او تاجکستان هغه هېوادونه دي، چې ګډه پوله لري، ګد کلتور لري او ګډې ګټې لري، ځکه افغانستان منځنۍ اسیا ته د اتصال لیکه ده او د منخنۍ اسیا هېوادونه کولی شي، چې خپل توکي له دې لارې نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

هشت صبح لیکي، د ټوټاپ پروژه د افغانستان له لارې تېریږي او افغانستان ددې پروژې څخه ډېره ګټه کولی شي.

ماندګار ورځپانې بیا خپله سرلیکنه د ټوټاپ پروژې او ددغه پروژې پر سر راولاړې شوې شخړې ته ځانګړې کړې ده. ماندګار لیکلي، د ټوټاپ پروژه د سالنګ له لارې تېریږي؛ خو د بامیانو خلکو اعتراض کړی او غواړي چې دغه پروژه د بامیانو له لارې تېره شي؛ خو د ټوټاپ پروژې پلي کوونکي وايي، که دغه پروژه په بامیانو تېره شي، نو ۱۲۰ کیلومټره یې لاره اوږدیږي او هم پرې میلیونه ډالر اضافي لګښت راځي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه «د ترهګرۍ له منځه وړل د اسلامي هېوادونو ستر مسووليت دى» ترسرلیک لاندې لیکلې ده.

هېواد په خپله سرلیکنه کې د اندونیزیا غونډې ته ځانګړې کړې او لیکي«په اندونيزيا كې د افراطيت د مخنيوي او د سوله ييز اسلام د پراخولو په موخه د اسلامي هېوادونو نړيواله غونډه را بلل شوې ده، دا غونډه د روانې مې مياشتې له ۸ مې څخه تر ١١ پورې دوام کوي، چې په كې د نړۍ له ٢٥ هېوادونو څخه ۳۵ روحانيونو گډون کړى دى.»

د هېواد لیکي«په هر حال د اندونيزيا مرستيال جمهور رييس يوسف کالا له مسلمانانو غوښتي چې د افراطيت او سخت دريځۍ د کابو کولو لپاره چې د اسلامي لارښوونو د ناسم تفسير نه سرچينه اخلي، د حوصله ناک او زغم لرونکي اسلام پيغام ترويج کړي.»

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button