اشرف غني: دامنم چې افغانستان له فساده ډک هیواد دی

ولسمشر محمد اشرف غني رسنیو ته ویلي په لوېدیځو هېوادونو کې د نشه يي توکو ناقانونه غوښتنو افغانستان له فساده ډک هېواد یادکړیدی.
غني چې په لندن کي د فساد پر وړاندې نړیواله سرمشریزي کې ګډون وکړ، وايي افغان دولت د دې ستونزې حل کېدو ته ژمن دی، خو پوره همکارۍ ته اړتیا لري.
هغه وايي : بېلابېل لاملونه سره یوځای شوي او افغانستان يې په نړیواله کچه تر ټولو فاسد هېواد جوړ کړی دی.
د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون د فساد پروړاندې د نړیوالې غونډې له جوړېدا مخکې افغانستان او نایجیریا له فساده ډک هیوادونه یادکړي وو .
اشرف غني ویلي دي نه غواړي چې ډېوېډ کامیرون دې د افغانستان د فساد په تړاو د شویو څرګندونو بښنه وغواړي.
اشرف غني، چې د بي بي سي د (نن پروګرام) له خبریالې میشل حسین سره خبرې کولې، ومنله چې افغانستان “د ځمکې پر سر له لویو فاسدو هېوادونو دی”.
ده زیاته کړه، افغانستان او بریتانیا د فساد د “سرطان” له منځه وړلو پروړاندې دوه شریکان وو، خو د فساد ډېرېدو یو لامل په لوېدیځ کې د نشه یي توکو عادت و.
د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کمېرونن د مۍ ۱۲ د فساد پر ضد غونډې کوربتوب کوي، چې د فساد پر ضد د نړيوالو ګامونو په پکی بحث روان دی


