په ننگرهار کې د داعش په مرکزونو هوايي بريدونه شوي

کابل ټکی کام انصار
له ننګرهار ولایت څخه په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي دي، په اچین ولسوالۍ کې د داعش په مرکزونو باندې هوايي بریدونه شوي دي چې په نتیجه کې یې د داعش ۱۴ جنګیالي له مینځه تللي دي.
راپور وايي چې برید هغه مهال ترسره شو کله چې د داعش وسله وال په یوه پټنځای کې راټول شوي وو او غوښتل یې د یوه نامعلوم برید لپاره تیارۍ ونیسي.
راپور زیاتوي بریدونو د داعش هغه مرکزونه هم په نښه کړي دي، چېرته چې دوی وسله او نور مهمات پټ کړي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button