مسلمیار: «که حکومت د تورخم ستونزه حل نه کړي، ولسونه به د افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ودريږي»

کابل ټکی کام ۲۳غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ولسي جرګې مشر ښاغلي فضل هادي مسلمیار وايي، که حکومت د تورخم ستونزه د ډپلوماتیکو لارو حل نه کړي، نو د اړتیا په صورت کې به ولسونه د افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ودریږي.
نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ، چې دغه ستونزه د ډپلوماتیکو او سیاسي خبرو له لارې حل کړي، تر څو د ولس په وړاندې دغه ستره ستونزه له منځه ولاړه شي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم له حکومت څخه په جدي توګه غوښتنه وکړه، تر څو د دغې ستونزې د حل لپاره لارې ولټوي.
افغان ولس چې په خپل هېواد کې کوم معالجوي روغتون نه لري، نو د درملنې لپاره پاکستان ته ځي، چې د تورخم د پولې تړل کېدل د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي.
د یادولو ده، له تېرو دوو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د کړکېچ له کبله د تورخم پوله تړل شوې ده، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button