سرلیکنه
په کابل کې دازادو رسنیو دملاتړادارې (نی) ویلي چې دبې روزګاره ځوانانو ترڅنګ ژورنالستان هم دامنیتي ستونزو او ډول ډول ګواښونو له امله له هېواده ځانونه باسي.
د رسنیو دملاتړ دیادې ادارې دمعلوماتو له مخې نږدی درې سوه ژورنالستان اروپايي او نوروهېوادونو ته دتلو په موخه له خپله هېواده وتلي دي، چې پدې درې سوه ژورنالستانو کې تر۶۰ پورې ښځینه ژورنالستانې هم شاملې دي.
په افغانستان کې دکمونستانو په کودتاسره دنوروهېواد والو ترڅنګ دژورنالستانو ژوند هم تریخ شویدی خو د۲۰۰۱ میلادي کال راپدیخوا که څه هم دپخواپه نسبت ژورنالستان په زیاتو ډالري معاشونو ونازول شول خو دبیان دازادۍ ترنامه لاندې دبیان په زندۍ کولو مجبورشول او هغه چاچې په ژورنالستیکواصولو اړونده رسنیوته راپورونه ورکړي دامنیتي او نورو زورواکو چارواکو لخوا ګواښل شویدي .
په هېوادکې دژورنالستانو لپاره لویه ستونزه دامنیتي ځواکونو ناوړه چلند او دبیلا بیلو وسلوالو او زورواکو ډلو ګواښونه دي .
د ۲۰۱۲ نه تر۱۵پورې دا درې کاله دافغان ژورنالستانو لپاره ترخه کلونه وو خو سره د ډول ډول ګواښونوېې خپلې دندې ته دوام ورکړ، اوس چې په هېوادکې دګوندي ، سیاسي، سیمه ییز، ژبني او مذهبي تعصب اختلافات زیات شویدي دژورنالستانو ژوند ېې دومره تریخ کړې چې دخپل هېواد پریښودو ته اړ شول.
داطلاعات او کلتور وزارت دروانې میي میاشتې په درېېمه دمطبوعاتو دنمانځلوپه غونډه کې وویل : دخبریالانو دخوندیتوب مسوده ېې تیاره کړیده خوژورنالستان باور نلري چې دراکټ او ټوپک ترسیوري لاندې ېې دخوندیتوب مسوده خوندي وساتل شي .
په افغانستان کې دبشري حقوقو کمیسیون په خپل کلني راپورکې ویلي چې په ۲۰۱۵م کې په افغانستان کې تر۱۵۰۰۰پورې کسان وژل شویدي، دبشردحقوقو بین المللي سازمان دافغان دولت او وسلوالو طالبانو غوښتي چې دجګړې پر مهال ولسي وګړي په نښه نکړي.
له هېواده دوتونکو ژورنالستانو په اړه ویل شويدي چې په تیرو دریو میاشتو کې زیات ژورنالستان له هېواده ووتل هغو هېوادونو ته روان دي چې افغاني ژورنالستانو ته په خپلو هېوادونو کې په اسانۍ سره تابعیت ورکوي .
د۱۹۶۴میلادي کال داپریل په لسمه داسیا اوافریقايي هېوادونو لخوا په جاکارتا کې علمی اوفرهنګي کنفرانس جوړشو چې پکې په ملګرو ملتونو کې دافغانستان دایمي نماینده عبدالرحمن پژواک په مشرتابه افغاني پلاوي دبین المللي اړیکو مسئول عبدالصمد غوث او دسیاسي امورو رئیس علي محمد زکریا برخه واخسته .
په کنفرانس کې دبرخه اخستونکو هېوادونو لخوا دنورو اړینو موضوعاتو ترڅنګ دعلمي او فرهنګي فعالیتونو په شریکولو او زیاتوالي ټینګار وشو داپریکړه هم وشوه چې په کنفرانس کې دبرخه اخستونکي هېوادونو ژورنالستان په اساني سره هر هېواد ته تګ راتګ کولاې شي دیاد کنفرانس غړي هېوادونه اوس افغاني ژورنالستانوته په اسانۍ سره دخپل هېواد تابعیت هم ورکوي ځکه خو افغاني ژورنالستانو اروپايي هېوادنوته په خپل هېواد کې دژودند دتریخوالي له امله مخه وکړه .
په ۱۳۴۳هجری کې افغاني مطبوعاتي غړو او دورځپاڼو- جرایدو مسئولینو دوخت صدراعظم ډاکټر محمد یوسف ته دمطبوعاتو دهغه قانون په اړه مبارکي ورکړه په کوم کې چې دژورنالستانو حقوق خوندي ساتل شوي وو خو د۱۳۵۷کال راپدیخوا په ټولو دوروکې دمطبوعاتو او ژورنالستانو حقوق ترپښولاندې شویدي .
یوشمیر ژونالستان داروپايي هېوادنو نه علاوه هند او روسې ته روان دي روسيې هم په کابل کې د۱۹۶۵میلادي کال دمارچ دمیاشې په شبږمه چې به کابل کې دروسېې سفیر انتونوف او دپوهنې وزیړډاکټرمحمداکرام د فرهنګي همکاریو په موافقه لاس لیک وکړ افغاني ژورنالستانو ته ېې په روسیه کې دشوې موافقې په اساس دمیشتېدنې زمینه برابره کړیده
ژورنالستان خو به نورو هېوادونوته خپل تله دځان لپاره غوره ګڼي خودایوه لویه بدبختي ده چې هېواد مو دپوهانو، عالمانو، سیاستوالو، ژورنالستانو او فرهنګپالو څخه خالي کیږي.
















