کابل ټکی کام ۰۱میزان/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
په افغانستان کې پرتو ناټو ځواکونو ويلي دي، چې د وسله والو په تازه بريدونو کې يې يو پوځي وژل شوی دی.
ناټو ويلي دي، چې دغه پوځي تېره ورځ د بګرام هوايي ډګر کې وژل شوی دی.
د ناټو ځواکونو د وژل شوي پوځي هويت نه دی ښودلی.
طالبانو د بريد پړه منلې ده او زياته کړې يې ده، چې په ترڅ کې يې بهرنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















