په کابل کې مظاهره په رسمي ډول پای ته ورسیده

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ دغويي ۲۷ عبدالهادي همت
مظاهره وروسته له هغې پای ته ورسیده چې پریکړه لیک ولوستل شو او د ولسمشر پخواني مرستیال کریم خلیلي د مظاهرې د پای غوښتنه وکړه
د مظاهرې په پریکړه لیک کې د نورو مسائلو ترڅنګ راغلي چې حکومت باید د ترکمنستان د برېښنا د پروژې مزي د بامیانو له لارې تېر کړي او د بامیانو خلکو ته له تبعیض پرته برېښنا ورکول شي .
مظاهره سهار مهال د کابل ښار له لویدیځو څنډو پيل شوه او مظاهره کوونکي د دهمزنګ تر چوکه او آرتل پله پورې مخکې راغلل
مظاهره کوونکي له پولیسو سره هم لاس او ګریوان شوي اوله خبریالانو سره يې هم تاوتریخوالی کړی
مظاهره کوونکو ان د یو شمېر خبریالانو کمرې او نور وسائل مات کړي او خبریالان یې وهلي دي



